د برهان په نوم په نشهيي توکو یوه روږدي کس خپل د نهو ورځو ماشوم په پنځوس زره کلدارې په بل چا پلورلی.
دا کورنۍ د جلالاباد ښار اړوند د مقام خان په سیمه کې په یوې داسې تنګه کنډواله کې اوسي چې د یوه څپر پرته نور هېڅ سرپنا نهلري.
د همدې څپر لاندې په پلاستيکي درۍ د برهان دوه مېرمنې او اته ماشومان په سره ګرمۍ کې د ژوند ترخې شېبې تېروي، خو برهان بيا د پوډرو په نشو کې ډوب له کوره ورک وي.
د برهان مشره مېرمن وايي، څه موده مخکې خاوند يې د مشورې پرته د دې د غېږې د نهو ورځو ماشوم بل چاته ورکړی ځکه چې دوی سرهيې د درملو پیسې نهوې.
نوموړې وايي:
"ما ورته وويل چې سبا بهیې صحت عامې ته یوسو هغه راته وويل چې لاړه شه خور نه دې پيسې راوړه، زه لاړم پیسو پسې، ده ماشوم دواخانې ته بوته هغه ډاکتر ورته وويل چې صحت عامې تهیې بوځه بيا خاوند مې د ډېرې غُصې نه وويل چې موږ يې نهشو ساتلی نو ښه دا ده چې بل چا تهيې ورکړو هغوی خو بهيې ښه وساتي بيا بل چا تهيې ورکړی و."
- ازادي راډيو: داسې ويل کېږي چې خاوند دې زوی په پنځوس زره کلدارې خرڅ کړی؟
"زه نهوم خبره زموږ په غیاب کې ده چا ته ورکړی. زه څه خبره یم، خو موږ په زوره کور ته راوست پيسې ورسره نهوې، که خرڅ کړی وی نو پیسې به ورسره وې، خو درې زره روپۍ شيريني يې ورته ورکړې، په هغې باندې یې ځان ته نشه واخیسته."
خو د دوی ګاونډی نواب چې دې کورنۍ ته د اوسېدو لپارهيې کنډواله کور په واک کې ورکړی وايي، د برهان په نوم دغه نشهيي خپل زوی د پنځوس زره کلدارو په مقابل کې خرڅ کړی دی.
نواب وايي:
"موږ خو په خپلو سترګو نهدی لیدلی، خو داسې مې واورېدل چې په پنځوس زره روپۍ يې په چا خرڅ کړی دی. بیا ما ورته وويل چې که د هر ځای نهوي لاړ شه پيدا يې کړه هغه اول راته وويل چې تره ته مې ورکړی هلته مې پوښتنه وکړه نهو، بیا يې ويل پلار کره مې دی هغوی نه مو هم پوښتنه وکړه هلته هم نهو، خو دا چې د غریبۍ له وجه نهدی او که بله کومه مجبوري وه، خو زوی يې دلته چا سره نهشته همده چا ته ورکړی."
د برهان مېرمن وايي، د بچي غم پرې خوب او خوراک حرامه کړی، خو د خاوند د نشو له امله پر دوی راغلی اوسنی وضعيتيې هره شېبه ځوروي.
دا وايي، د دوی د نفقې ګټلو هېڅڅوک نهشته او هره ورځيې د ګاونډیانو دروازو ته سترګې نيولې وي چې ګوندې خپل پاخه کړي خواړه د دوی بچو سره شریک کړي.
نوموړې وايي:
"که چا څه راولېږل وبهيې خورو او که چا څه رانهوړه، بس همدغسې به ناست یو دا اوس بچو راته ويل چې مورې یخې اوبه راکړئ څه به مو ورته کړي وی، هېڅ هم راسره نهشته. دې همسایهګانو سره دې خدای ښه وکړي سهار يې یوه ډوډۍ راوړه بچو مې وخوړه ما کپ هم نهدی کړی، بس اوس غرمه ده وبه ګورو چې څوک څه راوړي بچو ته بهيې ورکړم کنه همداسې د خدای په هیله به ناسته یم."
په همدې ورځ چې موږ د برهان کورنۍ سره په مرکو بوخت و، د هغه دوهمه مېرمن په ټکنده غرمه کې ساه نيولې راغله.
دا وايي، د ښار ټول پارکونه او واټونهيې چاڼ کړل خاوند يې پيدا کړ، خو په دې ونهتوانېده چې کور تهيې راولي.
دا وايي:
"رښتیا درته ووایم، ژوند مې بېخي تریخ دی سهار هم خاوند پسې وګرځېدم انګورباغ چوک مې ورپسې ولټولو، امير شهيد باغ مې ورپسې ولټولو بیا مې پيدا کړ ډېر عذر او زاري مې ورته وکړه چې راشه، خو بس راسره رانهغی څه به مې کړي وی."
برهان پخوا په لغمان ولایت کې په محلي پولیسو کې دنده ترسره کوله، شااوخوا نهه میاشتې وړاندې کله چې د نشهيي ملګرو سره د یوې میاشتې په موده له کوره لیرې په سفر ووت او روږدی شو.
برهان له دندې سره خدای په اماني وکړه او د نشو خمار پرې دومره زورور شو چې اوسيې دوه مېرمنې او اته ماشومان بېسرپرسته د نورو احتیاج ته پرېښي او څو ورځې مخکې چې له خپل زوی د زېږون نه خبرېږي هغهيې هم د پيسو په مقابل کې پر بل خرڅ کړ.
راپور: شاهمحمود شینواری