د افغانستان د خلاصون لارې عالي شورا وايي، د هغو بندیانو د حقونو د خوندیتوب لپاره يې ځانګړی کمېسیون جوړ کړی چې د افغان حکومت او طالبانو سره د بند شپې ورځې تيروي.
د دې شورا رئیس سید اکبراغا د دوشنبې په ورځ په کابل کې د ښکېلو لوریو د بندیانو د قانوني حق غوښتنې په نوم کنفرانس ته وویل چې دغه کمېسیون به د دواړو خواوو د بندیانو د مشروع حقونو د خوندیتوب لپاره هلې ځلې کوي.
نوموړی وايي:
"تر بندیانو مظلوم بل څوک نشته، که دغه بندیان هر طرف ته وي، هڅه به کوو چې دغه بندیان له اعدامه، لویو قیدونو او د قاضیانو له پیسو او نورو ستونزو څخه خلاص کړو."
نوموړي همدا شان وویل چې اوسمهال دواړو لوریو ته بندیان له ګڼو ستونزو او شکنجو سره مخ دي.
د افغانستان د خلاصون لارې عالي شورا د مسؤلینو د معلوماتو له مخې دغه شورا د هېواد په پنځو زونونو کې دفترونه لري چې هدف يې په هېواد کې د روانو ستونزو د مخنیوي ترڅنګ د سولې لپاره کار کول دي.
د دوی په خبره په هېواد کې د نورو ستونزو ترڅنګ يوه لویه ستونزه د بندیانو ده چې يادې شورا د دغه ستونزې د هواري لپاره یو لس کسیزه کمېسیون ټاکلی چې د افغان حکومت او طالبانو سره د بندیانو د قانوني حقونو په تړاو يې خبرې اترې پېل کړي.
د افغانستان د خلاصون لار عالي شورا چې عالمان، قومي مشران، ځوانان او له بېلابېلو مسلکونو سره تړلي کسان په کې غړیتوب لري د هغو ښوونځیو د بېرته پرانېستو لپاره هم کار کوي چې د وسلهوالو طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې د زده کوونکو پرمخ تړل شوي دي.
د ښکېلو لوریو د بندیانو د قانوني حق غوښتنې ننني کنفرانس ته د دې شورا يو شمېر غړو چې پخوا په زندانونو کې بندیان وو خپلې کیسې هم شریکې کړې.
په داسې حال کې چې د افغانستان د خلاصون لارې عالي شورا د افغانستان په زندانونو کې د بندیانو سره د ناوړه چلند او شکنجې خبره کوي خو د افغانستان د افغانستان د محبسونو عمومي مرستیال جنرال عارف وايي، د افغانستان په زندانونو کې هېڅ ډول شکنجه وجود نهلري او د ټولو زندنیانو حقوق خوندي دي.
عارف زیاته کړه:
"په زندانونو کې هېڅ ډول روحي، جسمي او فزیکي شکنجه په قطعي ډول وجوند نهلري او کوم حقوق چې د افغانستان حکومت د اعاشې او اباطې په برخه کې زندانیانو ته په نظر کې نیولی د قانون په رڼا کې دوی ته رسېږي او کومه جدي ستونزه نهده موجوده."
ښاغلي عارف وویل چې اوسمهال د افغانستان په زندانونو کې نېږدې ۳۰ زره کسان زندنیان دي خو دا چې په دغو بندیانو کې څومره يې طالبان دي نوموړي څه و نه ویل.
د افغانستان د ملي ثبات ټولنې مشر ضیاالحق امرخېل چې د خلاصون لارې شورا په ياده غونډه کې یې خبرې کولې وویل چې د دواړو لوریو زندنیان له دردناکو او سختو حالاتو سره مخ دي.
ښاغلي امرخېل د افغانستان د خلاصون لارې د عالي شورا له دې کړنې هرکلی وکړ او دا يې د دواړو لوریو د بندیانو د ستونزو د هواري په برخه کې يو ګټور ګام وباله.
راپور: واصل وصال