د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۶

د ملي یووالي حکومت مشرانو د کابل وروستۍ حمله په سختو ټکو غندلې


افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د کابل ښار د درېيمې امنيتي حوزې اړوند سیمه کې انتحاري حمله په سختو ټکو غندلې ده.

ارګ او سپېدار ماڼۍ د بېلابېلو خبرپانو په خپرولو سره دغه حمله نه‌بخښونکی عمل بللی.

د جمهوري ریاست د ویاند دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي

د جمهوري ریاست د ویاند دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي د دوشنبې په ورځ یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل:

"د هغو معلوماتو پر اساس چې موږ له امنیتي ادارو څخه ترلاسه کړي دي، د کابل د نن سهار په حمله کې ۲۶ کسان وژل شوي او ۴۱ ټپیان دي چې تر ډېره په‎کې ملکي وګړي دي او د دې احتمال شته چې دا ارقام بدل شي."

د کابل ښار د درېيمې امنيتي حوزې اړوند سیمه کې دغه انتحاري حمله د دوشنبې په ورځ سهار شااوخوا ۷ بجې د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال محمد محقق کور ته نېږدې شوې ده.

امنیتي چارواکي وايي چې د پېښې قربانیان ملکي وګړي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، تر اوسه د حملې هدف معلوم نه‎دی، خو په‎دې پېښه کې د کانونو وزارت د کارکوونکو موټر په بشپړ توګه سوځېدلی دی.

دغې حملې د ځاني تلفاتو تر څنګ خلکو ته ګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي.

د پېښې عیني شاهدان وايي، یو شمېر جسدونه سوځېدلي او حتی نه‌پېژندل کېږي.

احمد ستاري او رفیع جسور په‎دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"سهار وختي و چې دغه چاودنه وشوه، خلکو ته ډېر تلفات اوښتي دي، څو ټپیان مې ولیدل چې حتی نه‌پېژندل کېدل چې څوک دي."

"ډېره زړه بوګنونکې پېښه وه، هرې خوا ته لاس او پښې وې، وینه او اور لیدل کېدل او ټولو خلکو هرې خوا ته منډې وهلې."

د پېښې ټپيان او د وژل شویو کسانو جسدونه د کابل اېمرجنسي، استقلال او ابن سینا رغتونونو ته انتقال شوي دي.

یو شمېر هغه کسان چې په‎دې پېښه کې ټپي شوي د خپلو سترګو لېدلی حال داسې بیانوي:

"زما نوم نورالله دی، په خونه کې له خپل همکار سره وم چې چاودنه وشوه، ښیښې ماتې شوې، زه هم د ښیښو د ماتېدو له وجې ټپي شوم."

د پېښې مسؤلیت وسله‎والو طالبانو منلی.

د دغې ډلې ویاند ذبیح‎الله مجاهد له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې دوی په‎دې حمله کې د ملي امنیت ریاست کارکوونکي په نښه کړي دي او د دې حملې په طرحه کولو يې دوه میاشتې کار کړی و.

راپور: ناجیه ساپۍ

  • پخواني معلومات

په کابل کې نن سهار یوه موټر بم حمله شوې چې په‌کې ۲۴ تنه وژل شوي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد ازادي راډیو ته وویل، دا موټر بم حمله نن د درېیمې امنیتي حوزې د کارېز په سیمه کې د کانونو وزارت د کارکوونکو پر موټر شوې چې ټوله مرګژوبله د کانونو وزارت کارکوونکو ته اوښتې ده.

د مجاهد په خبره ۴۲ کسان په دې پېښه کې ټپيان هم دي.

مجاهد وايي، په سیمه کې په یوه نېږدې هوټل کې د حملې په سبب اور هم لګېدلی دی او ځیني دوکانونه ویجاړ شوي دي.

د دې حملې مسؤلیت وسله‌والو طالبانو منلی.

د دې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ادعا کوي چې د ملي امنیت د کارکوونکو پر موټرو یې برید کړی او ۳۷ تنه‌یې وژلي دي.

  • ​خواني معلومات

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې په نننۍ حمله کې ۲۴ تنه وژل شوي او ۴۲ تنه نور ژوبل دي.

ویل کېږي چې د دې حملې هدف د افغانستان د کانونو وزارت د مأمورینو موټر وو.

د راپورونو پر اساس دا حمله د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال محمد محقق د کور تر څنګ شوې ده.

د دې حملې مسؤلیت لا تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې په غاړه نه‌دی اخیستی.

  • پخواني معلومات

نن دوشنبه سهار د کابل ښار لوېدیځه څنډه د یوې انتحاري حملې شاهده وه.

یوه افغان چارواکي وویل چې د کابل ښار په نننۍ موټر بم چاودنه کې ۱۲ تنه وژل شوي او ۱۰ تنه ټپیان دي.

د تلفاتو شمېره ښايي زیاته شي.

د راپورونو پر اساس دا حمله د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال محمد محقق د کور تر څنګ شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې دا یوه موټر بم چاودنه وه.

ښاغلي دانش زیاته کړه چې د دې حملې هدف لا تر اوسه نه‌دی معلوم.

د دې حملې مسؤلیت لا تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې په غاړه نه‌دی اخیستی.

  • پخواني معلومات

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د کابل ښار په درېیمه ناحيه کې موټر بم چاودنه شوې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې په دې موټر بم چاودنه کې ۲ تنه وژل شوي دي.

  • پخواني معلومات

نن دوشنبه سهار په شااوخوا اووه بجو د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې یوه انتحاري حمله شوې ده.

د کابل د امنیه قوماندانۍ د جنايي تحقیقاتو رئیس جنرال سالم الماس ازادي راډیو ته وویل، انتحاري حمله د افغانستان د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال حاجي محمد محقق کور ته نېږدې شوې، خو د تلفاتو په اړه‌یې لا تر اوسه جزئیات نه‌شته.

له سیمې د خبرونو پر اساس تر انتحاري حملې وروسته چې غږ یې تر ډېر ځایه اورېدل شوی ډزې هم شوي، خو د کابل امنیتي چارواکو د ډزو تبادله ردوي.

  • پخواني معلومات

نن سهار۶ بجې او ۵۰ دقیقې د کابل ښار په لوېدیځه څنډه پل سوخته کې د چاودنې غږ اورېدل شوی دی.

یوې امنیتي سرچینې د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې یاده چاودنه انتحاري حمله وه.

تر دا مهاله د یادې چاودنې هدف او مرګ ژوبله نه‌ده معلومه.

د دې چاودنې مسؤلیت تر دا مهاله کومې وسله‌والې ډلې په غاړه نه‌دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG