په کندز کې د ملي اردو چارواکي وایي چې د دغه ولایت د مرکز شمال ختیځ لور ته یو شمېر سیمې د وسله والو مخالفینو له شتون څخه پاکې شوې دي.
په یاد ولایت کې د ملي اردو د کمانډو ځواکونو د چارواکو په وینا چې دوی له یوې اوونۍ راهیسې د دغه ولایت مرکز پورې اړوند، شمال ختیځ لور ته د دولت تر کنټرول لاندې سیمو د پراختیا او د وسله والو مخالفینو د ځپلو په هدف د «پامیر۱۱» په نوم تصفیوي عملیات پیل کړي او تر اوسه یې یو شمېر سیمې د وسله والو مخالفینو له شتون څخه تصفیه کړې دي.
په کندز کې د ملي اردو د کماندو ځواکونو د ۱۰ کنډک قوماندان ډګروال محمدعلي یزداني چې د دغو عملیاتو رهبري يې پر غاړه ده، د روانو عملیاتو په اړه ازادي راډیو ته وویل:
"د پامیر۱۱ عملیاتو په پایله کې تر اوسه پورې د چپرمه، قصابانو، عربانو، کلته تاي، اورتبلاقیانو، ملاسردار او تر حضرت سلطان دوه لاري پورې سیمې د دښمن له وجود څخه تصفیه شوې او په دې عملیاتو کې ۴۲ تنه وسله والو مخالفین وژل شوي او ۲۷ تنه یې ټپیان شوي دي."
د نوموړي په وینا چې د روانو عملیاتو په پایله کې ۴۲ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او ۲۷ تنه یې ټپیان شوي چې په خبره یې، ۳۷ حلقې بېلابېل ډوله د واسایطو ضد ماینونه هم کشف او شنډ شوي دي.
ښاغلی یزداني زیاتوی، دغه عملیات به تر هغه وخته دوام ولري، څو چې د دغه ولایت د ښار اړوند سیمې د وسله والو مخالفینو له وجود څخه نه وي تصفیه شوي.
بل خوا د کندز د ولایتي شورا غړي غلام رباني رباني د دغه ولایت د خلکو په استازیتوب د کندز مرکز شمال ختیځ لور ته د یو شمېر سیمو د تصفیه کېدو په اړه د افغان کمانډو ځواکونو څخه مننه کوي، خو د کندز پر سیمهییزې ادارې غږ کوي چې د تصفیه شوو سیمو د ساتلو په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.
ښاغلي رباني رباني زیاته کړه:
"د کندز د سیمهییزې ادارې چارواکو څخه غواړو، کومي سیمې چې دولتي ځواکونو د طالبانو له وجود څخه تصفیه کړي، هلته امنیتي پوستې جوړې کړي، څو تصفیه شوې سیمې بېرته د طالبانو لاسته ورنهشي او زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه په سړه سینه خپلو عملیاتو ته ادامه ورکړي او نورې سیمې هم د دښمن له شتون څخه پاکي کړي."
خو د کندز سیمهییز چارواکي وايي چې دوی په تصفیه شوو سیمو کې د ډاډمن امنیت په خاطر امنیتي پوستې جوړوي.
د دغه ولایت سیمه ییز چارواکي په داسې حال کې د کندز ښار شمال ختیځ لور ته د افغان ځواکونو د پرمختګ خبر ورکوي چې له درېو ورځو راهیسې وسله والو مخالفینو د کندز پر خان اباد ولسوالۍ برېدونه پیل کړي او لاهم درنه جګړه د افغان ځواکونو او وسله والو مخالفینو تر منځ د دغې ولسوالۍ د ښار په نېږدې څنډو کې جریان لري او د دغې جګړې له کبله سلګونه کورنۍ هم له خپلو سیمو څخه بې ځایه شوې دي او تر څنګ یې د کندز– تخار لویه لار هم د ټرافیکو پر مخ تړل شوې ده.
خو وسله والو مخالفینو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
راپور: اجمل ارین