د کندز یو سیمه ییز چارواکی وايي، افغان ځواکونو د دې ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې د طالبانو ننني بریدونه پر شا تمبولي دي.
د خان اباد ولسوال حیات الله امیري نن ازادي راډیو ته وویل، طالبانو نن سهار څلور بجې له څو اړخونو پر دې ولسوالۍ بریدونه پیل کړل.
د هغه په خبره د خان اباد ولسوالۍ په بندر شور اب او بادرخان سیمو کې طالبان پر شا تمبول شوي دي.
د خان اباد ولسوال وايي، اضافي ځواکونه سیمې ته رسیدلي دي او وضیعت مخ په ښه کېدو دی.
- پخواني معلومات:
د کندز د خاناباد ولسوالۍ سیمهییز چارواکي وايي چې نن د جمعې ورځ سهار ۴ بجې وسلهوالو مخالفینو پر دغې ولسوالۍ له څلورو خواو څخه خپل برېدونه پیل کړي دي او دمګړۍ درنه جګړه د دولتي ځواکونو او وسلهوالو مخالفانو ترمنځ جریان لري.
د خاناباد ولسوال حیات الله امیري له ازادي راډیو سره د خبرو پرمهال وویل چې دمګړې درنه جګړه د دغې ولسوالۍ د ښار په نېږدې څنډو کې لکه د بندر شوراب، بادرخان، ملاغلام او شفتالو باغ په سیمو کې جریان لري.
ښاغلي امیري زیاتوي چې د افغان امنیتي ځواکونو تراوسه پورې د وسلهوالو مخالفینو څو برېدونه یې په شا تمبولي دي، خو جګړه د هر دقیقې په تېرېدو سره زور اخلي.
د خاناباد ولسوال د کندز له سیمهییز ادارې څخه غواړي چې دغې ولسوالۍ ته تازه ځواکونه او مهمات ولېږې، څو د وسلهوالو مخالفینو برېدونه پر شا وتمبوي.
خو ښاغلي امیري په دې روانه جګړه کې د افغان ځواکونو، د وسلهوالو مخالفینو همدارنګه د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل.
بلخوا د کندز د والي ویاند سید محمود دانش بیا وايي چې دوی هڅې کوي لومړی د کندز- خان اباد لویه لاره ترافیکو پرمخ خلاصه کړي، څو دغې ولسوالۍ ته تازه ځواکونه واستوي.
د یادونې وړ ده، د خاناباد ولسوالۍ په نېږدې څنډو کې د روانې جګړي له کبله د کندز –تخار لویه لاره هم د ترافیکو پرمخ تړل شوي ده.
خو وسلهوالو مخالفینو تر اوسه پورې په اړه څه نهدي ویلي.