د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۵۴

هندوستان ټایمز: د افغانستان د کرکټ ستوری لوړېږي


د نېشن خپرونې تر دې سرلیک لاندې چې "د امریکا د ولسمشر زوم جارد کوشنر او ستراتيژیست سلاکار سټیفن بانون لستوڼي را نغښتي چې د افغانستان جګړه خصوصي سکټور ته وکړي" مقاله خپره کړې ده.

په دې مقاله کې د نیویارک ټايمز یوه رپوټ ته اشاره شوې چې وايي، سټیفن بانون چې کوشنر یې ملاتړ کوي، د تېرې شنبې په ورځ دفاع وزارت ته ورغلی و او هڅه يې کوله چې د دفاع وزیر جېمز متېس او دوو لویو تجارانو ترمنځ چې پوځي قرادادونه کوي، کتنه پلان کړي.

دا دوه کسان، یو د بلېک واټر شرکت مشر اېرېک پرنس او بل سټېفن فینبرګ و چې په نیویارک کې د داین کروپ انټرنېشنل مشري کوي. داین کروپ په افغانستان کې د امریکا تر ټولو لوی، پوځي قراردادي دی.

د نېشن خپرونې ددې دواړو پېژندل شوو تجارانو او د هغوی د شرکتونو پر کاري سابقه، مالي فعالیتونو او د هغوي د فعالیتونو پر سیاسي اړخونو اوږده تبصره خپره کړې او د اخر په څو لیکو کې یې ویل شوي:

کله چې د امریکا دفاع وزیر جېمز متېس په افغانستان کې د پنټاګون د مرکزي قوماندې مشر و په ځانګړو عملیاتو او د محدود وخت لپاره يې د خصوصي یا قراردادي پوځیانو د کارولو ملاتړ کاوه.

د نړیوالو رسنیو په حواله، سپینې ماڼۍ د امریکا دفاع وزارته چې د افغانستان د جګړې پر کړنلاره کار کوي، وړاندیز کړی چې په راتلونکي کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د روزنې او تجهیز مسئولیت شخصي قراردادیانو ته وسپاري.

د بریتانیې ډېلي مېل ورځپاڼې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته د اسټرالیا د صدراعظم، مالکم ټرنبل پر مېلمستیا لیکنه کړې ده.

ولسمشر اشرف غني د روان کال د اپرېل په دریمه په اسټرالیا کې و.

ډېلي مېل لیکلي: "د اسټرالیا صدراعظم ولسمشر غني ته د شپۍ ډوډۍ کړې وه او په دې مېلمستیا کې یې د یو ډول ځانګړي کب او د پسه د ځانګړې غوښې خواړه ورته برابر کړي وو. د شپې تر مړۍ وروسته یې د زعفرانو او شاتو خوږ خوراک ورته تیار کړی و ."

د ډېلې مېل په لیکنه، د افغانستان ولسمشر ته په یوه وخت ، حلالې مړۍ د استرالیا د خلکو د ټکس څلور زره، شپږسوه او شپږشپېته ډالر مصرف شوي و.

درې اوونۍ وروسته، د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پېنس د اسټرالیا د صدراعظم مېلمه و خو ډېلي مېل وايي چې د افغانستان ولسمشر ته د مېلمستیا تر نیمايي کمې پېسې ورباندې لګېدلې وې.

هندوستان ټایمز خپرونې "د افغانستان د کرکټ ستوری لوړېږي: د کډوالو له کمپونو تر لارډس سټډیومه "سرلیک لاندې، د انګلستان په لارډس سټډیوم کې له ملېبون کرکټ کلب سره د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د وروستۍ سیالۍ په اړه مقاله خپره کړې ده.

هندوستان ټایمز په دې مقاله کې د افغانستان د ملي لوبډلې د غړو تېر ژوند ته کتنه کړې او لیکلي یې دي چې په پاکستاني کمپونو کې ځوانان لُڅې پښې کرکټ کوي.

هغوی د کرکټ له میدان، ویکېټ، کېټ او ځانګړو خولیو پرته، له سیوري پرته او په لُڅو لاسونو لوبه کوي.

هندوستان ټایمز لیکي: یوازې لوږې د افغانستان له کرکټرانو سره مرسته وکړه چې د کرکټ د ټېسټ ګروپ غړي شي.

خپرونې د کونړ د یوه ځوان عبدالوحید دا خبرې خپرې کړې چې وايي:

"موږ کرکټ په پاکستان کې زده کړ او افغانستان ته مو را سره یوړو. اوس افغانستان د نړۍ په کچه په سیالیو کې ګډون لري او نړۍ په رسمیت پېژندلی دی."

XS
SM
MD
LG