د لاسرسي لېنکونه

د ارزګان یو روغتیايي مسؤل: د ترینکوټ روغتون ته ۸ ټپيان راوړل شوي


د ارزګان یو روغتیايي چارواکی وايي، ترینکوټ روغتون ته اته ټپيان انتقال شوي چې د دریو تنو صحي وضعیت یې خرابه دی.

د ارزګان د مرکزي روغتون سرپرست ډاکټرضیاالرحمن په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"اته ټپیان تر اوسه راوړل شوي دي، څلور تنه یې ښځې دي او درې نور یې ماشومان دي، د دریو ښځو وضعیت ښه نه دی."

د ترینکوټ د یوې اړوندې سیمې سجاول اوسېدونکي ادعا کړې چې بهرنیو پوځیانو تېره شپه عملیات وکړل چې څو تنه یې مړه او ټپيان کړل.

سیمه ییزو چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

له دې مخکې افغان پوځیانو تېره اوونۍ له لسو میاشتو وروسته وسله وال طالبان د ترینکوټ ښار له شااوخوا سیمې لرې کړل.

XS
SM
MD
LG