د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۹

د نفوسو نړیواله ورځ او د افغانستان د نفوسو نامعلوم شمېر


په افغانستان کې د نفوسو نړیواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې لا هم د دغه هېواد د نفوسو دقیق شمېر نه‌دی معلوم.

د جولای ۱۱مه د نفوسو له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي چې افغانستان په نړۍ کې له محدودو هېوادونو څخه دی چې د وګړو دقیق شمېر یې لا نه‌دی معلوم.

له دې ډلې حمیدزي لالي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې افغان مشرانو په دې برخه کې تر ډېره د عملي اقداماتو پر ځای شعاري عمل کړی او خلک‌یې تېر ایستي دي.

د ښاغلي حمیدزي په خبره د وګړو سرشمېرنه یوه ملي پروسه ده او پر وړاندې یې بې‌غوري په بېلابېلو برخو کې ګڼې ستونزې رامنځته کولای شي.

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون رئیس حمیدزي لالی
د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون رئیس حمیدزي لالی

نوموړي وویل:

"زموږ د حکومت خاوندانو په تېرو ۱۶ کلونو کې هر څه د ځان په نفع راڅرخولي او یوازې شعاري عمل‌یې کړی، که دوی د نا امنۍ مسئله یادوي نو په هغو لومړیو کلونو کې چې امن و او د ولسمشرۍ او ولسي جرګې انتخابات ترسره شول ولې یې د نفوسو سرشمېرنه نه‌کوله."

د افغانستان د مرکزي احصائیې د معلوماتو له مخې افغانستان دا مهال نېږدې ۳۰ میلیونه نفوس لري.

که څه هم د مرکزي احصائيې ادارې مسؤلین په دې اړه د وروستیو معلوماتو شریکولو ته حاضر نه‎شول، خو د روان هجري لمزیز کال په لومړیو کې یې په افغانستان کې د وګړو د احتمالي شمېر په اړه خپله ارزونه نشر کړه.

په افغانستان کې له ۱۳۵۸ هجري لمریز کال راپدېخوا د کورنیو جګړو او نا امنیو له کبله دقیقه سرشمېرنه نه‎ده شوې.

وړاندې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت اندېښنه ښوولې چې ښايي تر راتلونکو محدودو کلونو د افغانستان نفوس دوه برابره شي چې دا به د نورو ستونزو تر څنګ د روغتیا سکټور هم له جدي ننګونو سره مخامخ کړي.

د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، تر هغې چې د افغانستان د نفوسو دقیق شمېر معلوم نه‎شي مشکله به وي چې پلي کېدونکې پروژې دې خپل اغېز ولري.

د دوی په باور تر دې دمه په افغانستان کې ټولې پروژې د اټکل له مخې پلي شوي چې د دې مسئلې دوام به نه‌یوازې د خلکو ستونزې راکمې کړي بلکې ستونزي به نورې هم ډېرې کړي.

له ډلې یې تاج محمد تلاش په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"تر څو چې احصائیه معلومه نه‎وي موږ له بده مرغه نه‎شو کولای خپل مالي وضعیت کنټرول کړو، نه‌شو کولای چې په هېواد او یا ولایتونو کې پرمختايي پروژې تطبیق کړو، نه‌شو کولای چې قوي سیاسي انډول رامنځته کړو او متأسفانه نه‌شو کولای چې یو قوي او تخنیکي ټولنه رامنځته کړو."

د نفوسو نړیواله ورځ په ۱۹۸۹ میلادي کال کې د ملګرو ملتونو له لوري وټاکل شوه.

د نفوسو په نړیواله ورځ کې د نړۍ بېلابېل هېوادونه د خپلو وګړو پر وړاندې د شته فرصتونو او ننګونو په اړه معلومات شریکوي.

په افغانستان کې دغه ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې له څو لسیزو راهیسې د وګړو دقیق شمېر یې معلوم نه‎دی او نه‌هم ښايي ژر دغه ستونزه حل شي.

د امنیتي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، د نفوسو د دقیق شمېر په اړه د معلوماتو نه‌موجودیت پر امنیت هم بد اغېز کړی.

د امنیتي چارو کارپوه یوسف امین ځاځی وايي، که څه هم په هېواد کې روان وضعیت ته په کتو به ستونزمنه وي چې ژر دې د نفوسو دقیق شمېر معلوم شي، خو د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره د دغې چارې ترسره کېدل مهم دي.

دا چې د نفوسو د دقیق شمېر نه‌معلومېدو خلک له کومو ستونزو سره مخامخ کړي په اړه‌یې دوه تنه کابل ښاریان وايي:

"زما نوم نقیب‌الله د کابل اوسېدونکی یم، د نفوسو د دقیق شمېر په اړه د معلومانو نه‌موجودیت ډېرې ستونزې رامنځته کولای شي د مثال په توګه که په یوه ولایت کې د څو ولسوالیو نفوس معلوم نه‎وي نو موږ څه پوهېږو چې څومره روغتیايي کلینیکونو ته ضرورت لري."

"نوم مې فضل‌الحق دی، دې وضعیت ته په کتو څنګه امکان لري چې نفوس معلوم شي او دا خو ښکاره خبره ده چې د ټولو ستونزو اصلي علت هم همدا دی."

ناامني، د نفوس د سرشمېرنې موضوع ته په کمه سترګه کتل، سیاسي اختلافات، کمزورې حکومتوالي او د سرشمېرنې لپاره د هر اړخیز، دقیق او منظم مدیریتي پلان نه‌موجودیت هغه لویې ستونزې بلل کېږي چې په افغانستان کې د دقیقې سرشمېرنې مخه‌یې نیولې ده.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG