د لاسرسي لېنکونه

عراقي ځواکونه وايي د داعش ډلې ماتې ته نېږدې شوي


د عراق پوځي قوماندانان وايي چې په موصل ښار کې د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې ماتولو ته نږدې شوي دي.

د دې افراطي ډلې غړو ویلي چې تر مرګه به په موصل کې وجنګېږي.

په عراق کې د ګډو عملیاتو قوماندان پرون شنبه وویل چې ځواکونه یې د پرمختګ په حال کې دي او په لنډ وخت کې به د دجلې سیند غاړې ته ور ورسېږي.

یوه امریکايي جنرال له بغداده په ټلیفوني مرکه کې، د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې ډېر ژر ښايي د بري اعلان وشي.

ویل کېږي چې په موصل کې دداعش سل ګونه وسله وال پاتې دي او په زاړه ښار کې یې تقریباً یو کېلو متر مربع ځمکه په لاس کې ده.

وسله وال په سیمه کې له ملکي خلکو د سپر په توګه کار اخلي، له دې امله د امریکا الوتکو ته ګرانه ده چې د هغوی تر واکمنۍ لاندې سیمې بمبارد کړي.

XS
SM
MD
LG