د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۶

بهرنیو چارو وزارت: سیمه‌ییزې ستونزې به د ټاپي پروژې پر وړاندې خنډ نه‌شي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، سیمه‌ییزې امنیتي ستونزې به د ټاپي پروژې د پلي کېدو پر وړاندې خنډ ونه‌ګرخي.

یاد وزارت وايي چې ټاپي پروژه د افغانستان لپاره ځکه لومړیتوب لري چې د سیمې هېوادونه سره نښلوي او په دغه هېواد کې به د بې‌کارۍ ستونزه هم تر ډېره راکمه کړي.

د بهرنیو چارو وزارت د همکاریو د برخې مرستیالې عادله راز چې د پنجشنبې په ورځ‌يې په بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان او سیمې په اقتصادي پرمختګ کې د ټاپي د ونډې په کنفرانس کې خبرې کولې وویل، سیمه سولې ته اړتیا لري او ټاپي پروژه کولای شي له سولې سره مرسته وکړي.

اغلې راز دغه‌شان وویل، سیمه‌ییزې امنیتي ستونزې به د دغې پروژې پر وړاندې هېڅ خنډ ونه‌ګرځي.

عادله راز
عادله راز

نوموړې زیاته کړه:

"د ټاپي پروژه د سولې د ټینګښت په برخه کې مهمه پروژه ده او موږ په سیمه کې تر بل هر څه سولې ته ډېر ضرورت لرو او دا هم مهمه ده چې موږ باید پر دې مسئلې توافق ولرو چې په سیمه کې امنیتي ستونزې د دغې پروژو د پلي کولو پر وړاندې خنډ نه‌شي کېدای."

د ټاپي د ګازو د نل‌‎لیکې پروژه د ۲۰۱۵ میلادي کال د ډسمبر د میاشتې په ۱۳مه نېټه د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند د مشرانو په ګډون د ترکمنستان په عشق‎اباد ښار کې رسماً پرانیستل شوه.

دغه نل‌‎لیکه چې ۱۸۱۴ کېلو متره اوږدوالی لري ۷۳۵ کېلو متره‌‌یې د افغانستان په خاوره تېرېږي.

د دې پروژې په عملي کېدو سره به هر کال ۳۳ میلیونه کیوبیک متره ګاز له ترکمنستان نه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ولېږدول شي.

د افغان ولسمشر ارشد سلاکار اجمل احمدي وايي، د ټاپي پروژې لپاره دولس هوکړې باید لاسلیک شي چې تر اوسه‌یې اووه لاسلیک شوي او دوه به‌یې په همدې کال کې لاسلیک شي.

نوموړي زیاته کړه:

"د ټاپي د پروژې په اړه باید دولس هوکړې لاسلیک شي چې تر اوسه‌یې اووه لاسلیک شوي او موږ تمه لرو چې دوه‌یې د همدې کال په اوږدو کې لاسلیک شي او پر پاتې درې نورو به خبرې کېږي او له مذاکراتو سره هم‌مهاله به د یو لړ اقدامات ابتکارو هم کوو."

په ټاپي پروژه کې ترکمنستان د رهبر په توګه ۸۵ فیصده ونډه لري او پاتې ۱۵ فیصده بیا په مساوي ډول د افغانستان، پاکستان او هندوستان تر منځ وېشل شوې ده.

امانوف: ددغه پروژې چارې به له اکتوبر میاشتې وورسته ګړندۍ شي.
امانوف: ددغه پروژې چارې به له اکتوبر میاشتې وورسته ګړندۍ شي.

د ټاپي پروژې د ترکمنستان د څانګې د اجرائیه بورډ رئیس محمت میرات امانوف چې په کابل کې یې یاد جوړ شوي کنفرانس ته خبرې کولې وویل، د دغې پروژې چارې به د اکټوبر او نومبر په میاشتو کې چټکې شي چې په بریالیتوب کې یې د افغانستان ونډه خورا مهمه ده.

نوموړي زیاته کړه:

"د دغې پروژې ډېرې چارې به د روان میلادي کال له اکټوبر یا نومبر میاشتو څخه وروسته ګړندۍ شي او باید ووایم چې په پلي کېدو او بریا کې یې د افغانستان رول او ملاتړ مهم دی."

د افغانستان د کانونو او پټرولیم سرپرسته وزیره نرګس نهان وايي، افغانستان چمتو دی چې د ټاپي پروژې د پلي کېدو په برخه کې کړې ژمنې عملي کړي.

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو کارپوهان وايي چې په دغې پروژه کې افغانستان ترانزیټي رول لري او دا رول کولای شي تر یوه بریده د افغانستان د ستونزو له هواري سره مرسته وکړي.

د کابل پوهنتون استاد فردین هاشمي وايي، کله چې په سیمه کې هېوادونه ګډې اقتصادي ګټې او اړیکې ولري، نو په ګډه سره امنیت ته هم پام کوي چې دا کار د افغانستان په ګټه ده.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG