د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۱ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۹:۰۷

په افغانستان کې د یوه وژل شوي امریکايي سرتېري کونډه له کاناډا جبران غواړي


د هغه امريکايي سرتېري کونډه چې په افغانستان کې وژل شوی وو، وايي، د کاناډا حکومت باید دې ته او يوه بل سرتېري ته د جبران لپاره پيسې ورکړي چې په افغانستان کې يې په جګړه کې سترګه بايللې وه.

د کاناډا حکومت وروسته له هغه د دې د مېړه د قتل په تور محاکمه شوي عمر خضر ته د لس نيم میلیونه کاناډايي ډالرو ورکولو پرېکړه وکړه چې محکمې ومنله په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د کاناډا استخباراتي چارواکو له ده په زوره شواهد اخيستي وو.

په کاناډا کې زېږېدلی عمر خضر پنځلس کلن وو کله چې دی د امریکايي ځواکونو له‌خوا په افغانستان کې د القاعده له جنګيالیو سره د نښتې پر مهال ونيول شو.

په دغې پېښه کې د امریکايي ځانګړو ځواکونو يو نظامي ډاکتر، ساتنمن کريسټوفر سپير ووژل شو او يوه بل سرتېري، ساتنمن لېن موریس يوه سترګه وبايلله.

پر پنځلس کلن عمر خضر تور وو چې هغه لاسي بم چې سپير يې وواژه، ده غورځولی وو.

د دې تور په خاطر دی ګوانټانامو زندان ته يوړل شو او په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د يوه نظامي کمېسیون له‌خوا د قتل په‌شمول د جنګي جرایمو په تور تر اته کاله جمع هغه موده چې له مخکې يې لا په زندان کې تېره کړې وه، په بند محکوم شو.

د کاناډا سترې محکمې په ۲۰۱۰ میلادي کال کې وويل چې په ۲۰۰۳ میلادي کال کې په ګوانټانامو زندان کې د پلټنو پر مهال له خضر څخه شواهد د ځپنې په حال کې اخيستل شوي وو.

د بېلګې په توګه دی له خوبه محروم کړل شوی وو او بیا يې دا شواهد له امريکايي چارواکو سره شريک کړي وو.

عمر خضر په ګوانټانامو زندان کې لس کاله تېر کړل.
عمر خضر په ګوانټانامو زندان کې لس کاله تېر کړل.

خضر په ګوانټانامو زندان کې لس کاله بند تېر کړ.

د خضر مدافع وکيلانو له همدې خاطره چې پلټونکو له ده څخه د شکنجې په حال کې شواهد اخيستي وو، د کاناډا د حکومت پر وړاندې شکایت ثبت کړ چې ګواکې خضر په ناحق بندي کړای شوی وو.

دوی له حکومته وغوښتل چې خضر ته شل میليونه کاناډايي ډالره د جبران پیسې ورکړي.

د ده مدافع وکيلانو وويل چې حکومت د نړيوالو قوانينو په درناوي کې پاتې راغلی او خپل وګړی یې خوندي ونه‌ساته او همداراز يې له خضر سره په ناوړه چلند کې له امریکا سره لاس يو کړ.

په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د سپير کونډې او مورېس د خضر پر وړاندي په محکمه کې د قتل او ټپي کولو شکایت ثبت کړ، ځکه دوی بېره درلوده چې د کاناډا حکومت ښايي خضر ته د پلټنو پر مهال د ځپل کېدو په خاطر د جبران پیسې ورکړي.

د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، د سپير د کونډې مدافع وکيل د سې شنبې په ورځ وويل چې غواړي د کاناډا حکومت دغه لس نیم میلیونه کاناډايي ډالر د خضر پر ځای د سپير کونډې او مورېس ته ورکړي.

خضر په کیوبا کې د امريکا په نظامي ګوانټانامو زندان کې اخري او تر ټولو کم عمره لوېديځوال بندي وو.

عمر خضر.
عمر خضر.

له ګوانټانامو څخه تر خوشې کېدو وروسته ده خپل پاتې بند د کاناډا په البرټا کې تېر کړ.

دې خبر چې د کاناډا حکومت به هغه کس ته چې د امريکايي سرتېري په وژلو تورن شوی وو، میليونونه ډالر د جبران پیسې ورکوي، د کاناډا د محافظه‌کارانو مخالفتونه راپارولي دي.

د پارلمان يوه محافظه‌کاره وکيل ټوني کليمنټ له خضر څخه وغوښتل چې د هغه امريکايي سرتېري کونډې او کوچنيانو ته د خون بها پيسې ورکړي چې دی يې په افغانستان کې په وژلو تورن وو.

خو ليبرال سیاستوال باب راي بیا په ټويټ کې ليکلي چې خضر ته مخکې لا باید د جبران پیسې ورکړل شوې وی.

د خضر مدافع وکيلانو مخکې هم ويلي چې دی د خپل پلار احمد سعید خضر له‌خوا جګړې ته هڅول شوی وو.

د خضر پلار په مصر کې زېږېدلی وو او په ۲۰۰۳ میلادي کال کې هغه مهال ووژل شو چې پاکستاني ځواکونو د القاعده پر يوه مرکز بمباري وکړه.

يوه کاناډايي چارواکي چې نوم‌یې نه‌دی خپور شوی، ويلي چې خضر به ۱۰.۵ میليونه کاناډايي ډالر چې اته میليونه امريکايي ډالر کېږي، تر لاسه کړي.

XS
SM
MD
LG