د لاسرسي لېنکونه

د شمالي کوریا ازمایل شوی توغندی د امریکا الاسکا ته د رسېدو توان لري


شمالي کوریا ادعا کړې ده چې د لیرې واټن داسې توغندی یې ازمویلی چې کله‌یې هم پخوا دومره بریالۍ تجربه نه‎وه کړې.

داسې راپورونه خپاره شوي چې دا توغندی د امریکا د متحده‌ ایالاتو تر خاورې رسېدای شي.

پیونګ یانګ پخوا د لنډ واټن توغندی ازمویلی و چې اټمي سروکی انتقالولی شي.

د شمالي کوریا مشر
د شمالي کوریا مشر

د سې شنبې په ورځ د شمالي کوریا په لوېدیځ کې پروت د پیونګان له ولایته توغندی وتوغول شو او د نېږدې ۴۰ دقیقو په مخه په هوا کې و چې دا د شمالي کوریا تر پخوانیو ازمویل شویو توغندیو اوږد واټن دی او تر ۹۳۰ کېلو مترو پورې فاصله‌یې ووهله.

یوه امریکایي ساینس‌پوه ډېوېډ رایټ وویل، که دا توغندی همدومره وخت په هوا کې ایسارېدای شي او همدومره فاصله احتوا کولای شي، لکه چې ویل شوي دي، نو امکان لري چې تر ۶۷۰۰ کېلو مترو پورې واټن ووهي چې په دې ډول الاسکا ته په اسانۍ رسېدلی شي.

تر دې ازموینې وروسته د جاپان صدراعظم شینزو ابې په توکیو کې خبري غونډې ته وویل:

"جاپان به دا هڅې زیاتې کړي چې پر شمالي کوریا فشار ډېر شي، په دې لړ کې به د امریکا له متحده ایالاتو او جنوبي کوریا سره سخت متحد شو، زه همداراز پلان لرم چې د چین ولسمشر شي جین پېنګ او د روسیې ولسمشر پوتین ته زنګ ووهم، تر څو په دې برخه کې ډېر رغېدونکی نقش ولوبوي."

جاپان ویلي دي چې داسې باور کوي چې نننی توغندی د جاپان په سمندرګي کې د جاپان اقتصادي زون ساحې ته نېږدې لوېدلی، خو په سیمه کې یې کښتیو او هغو الوتکو ته چې هلته شته، زیان نه‎دی اړولی.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جینګ شانګ نن په پیکېنګ کې خبري غونډې ته وویل چې وضعیت نازک دی.

ښاغلي شانګ زیاته کړه:

"د کوریا په ټاپو وزمه کې حالت پېچلی او حساس دی، موږ هیله لرو چې ټولې خواوې ارامه پاتې شي او له زغمه کار واخلي، تر څو په دې ټاپو وزمه کې ژر تر ژره کړکېچ راکم شي او بېرته د سوله‎ییزو خبرو په سم لور روان شي."

تر اوسه د شمالي کوریا د ننني توغندي په اړه ډېر توضېحات نه‎دي ورکړل شوي، خو د راپورونو له‎مخې دا تجربه واشنګټن او په اسیا کې د هغه متحدانو، سیول او توکیو ته یو سیاسي ګواښ ګڼل شوی چې شمالي کوریا کولای شي، د خپلو اټمي وسلو نیمګړی پروګرام پسې بشپړ کړي.

شمالي کوریا چې د نړیوالو تر فشار لاندې ده او کله چې یې نېږدې درې اوونۍ مخکې د توغندي یوه ازموینه وکړه، ډېر انتقادونه پرې وشول چې څرنګه‌یې په دې لنډ وخت کې بله ازموینه وکړه؟

جنوبي کوریا ویلي دي چې داسې احتمال شته چې پیونګ یانګ د منځني واټن له هغو دوو توغندیو یو بیا ازمویلی وي چې د روان کال په لومړیو کې یې تجربه کړي وو.

خو دا تجربه له درېیو پېښو سره یو ډول ارتباط لري:

  • لومړی

نن د امریکا متحده ایالاتو د خپلواکۍ ورځ ده.

  • دوهم

تېره اوونۍ د جنوبي کوریا ولسمشر مون جي این په واشنګټن کې له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره وکتل او د شمالي کوریا د اټمي پروګرام د درېدو په اړه وغږېدل، دا لومړی ځل و چې د جنوبي کوریا ولسمشر له ټرمپ سره دا مسئله څېړله.

  • درېیم

د اوونۍ په پای کې د نړۍ د ۲۰ سترو صنعتي هېوادونو د مشرانو غونډه ده چې د دې په درشل کې پیونګ یانګ دا ازموینه کړې ده.

  • څلورم

د جاپان صدراعظم شینزو ابې پرون له ولسمشر ټرمپ سره په ټیلیفون خبرې وکړې او ویې‌ویل چې روانه اوونۍ به په جرمني کې د ۲۰ سترو صنعتي هېوادونو په غونډه کې د نړۍ نور مشران وهڅوي چې څرنګه د شمالي کوریا د اټمي پروګرام مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG