د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۱

د کرکټ افغان لوبډله له «MCC» سره د سیالۍ لپاره انګلستان ته ځي


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به دوه ورځې وروسته د «MCC» د کرکټ‎ کلپ له لوبډلې سره د سیالۍ په هدف د انګلستان په لور روانه شي.

د کرکټ بورډ د رسنیو مسؤل عزیز غروال نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د کرکټ ملي لوبډله د لندن په لاردز لوبغالي کې د «MCC» کرکټ کلپ لوبډلې سره د جولای په ۱۱مه یوه ۵۰ اوره لوبه لري.

دغه لوبډله د نړۍ له مهمو لوبډلو څخه ګڼل کېږي چې په‎کې د نړۍ د بېلابېلو لوبډلو تکړه لوبغاړي راټول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د کرکټ د نړیوالې شورا له‎خوا افغان ملي لوبډلې ته لومړی درجه غړیتوب ورکړل شو او د دغه ډول مهمو سیالیو ګټل ورته ډېر اړین دي.

XS
SM
MD
LG