د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۴ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۷

ولایتي شورا: د غزني ۵ ولسوالۍ د طالبانو تر محاصرې لاندې دي


د غزني ولایتي شوار وايي، په دغه ولایت کې د ناامنیو ډېرېدو په وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو پڅ دریځ اندېښمن کړي دي.

د غزني د ولایتي شورا یوه غړي امان الله کامراني د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د غزني ولایت ۵ ولسوالۍ ګېروو،زنه خان، ګېلان، خوګیاڼو، واغظ او یو شمېر نوري ولسوالۍ د وسله والو طالبانو تر کلکې محاصري لاندې دي او د سقوط له ګواښ سره مخ دي، خو افغان امنیتي چارواکي يې له محاصرې څخه د خلاصون لپاره هېڅ ډول اقدامات نه کوي.

نوموړی وايي، د طالبانو هڅه داده چي د غزني ډېرې سیمې تر خپل واک لاندې راولي، خو چارواکو يې تر اوسه په مخنیوي کې نه دي توانېدلي.

ښاغلي کامراني زیاته کړه:

"د غزني ولایت زیات شمېر ولسوالۍ تش په نوم د دولت په لاس کې دي، د ګېروو ولسوالۍ تر محاصرې لاندې ده یو کلی هم د دولت په لاس کې نه دی، د زنه خان او ګېلان ولسواليو مرکزونه له خپلو اصلي ځایونو څخه د غزني مرکز ته نږدې انتقال شوي، د خوګیاڼو ولسوالۍ يې راوړې ده ښارک مهاجرین سیمي ته، د واغظ ولسوالۍ په ورته حالت کې ده، خو دولت يې په وړاندې هېڅ عملیات هم نه کوي."

ښاغلي کامراني له مرکزي دولت څخه غوښتنه وکړه چې د دغه ولایت امنیتي وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي.

له دې سره په ولسي جرګه کې د دغه ولایت د خلکو استازی عالي اکبر قاسمي هم ورته څرګندونې لري، خو وايي چې مرکزي حکومت ورسره د پراخو عملیاتو د ترسره کېدو ژمنه کړې.

ښاغلی قاسمي وايي:

"په دې وروستیو کې یوځل بیا وسله والو طالبانو په دغه ولایت کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی، د غزني زیات شمېر ولسوالۍ يې محاصره کړي دي، دولت يې په وړاندې هېڅ هم نه دي کړي."

د چارواکو د معلوماتو له مخې د غزني ولایت د ۱۸ ولسوالیو له جملې څخه ناوه ولسوالۍ يې په بشپړه توګه د طالبانو تر ولکې لاندې ده او د مرکز په ګډون يې ۵ نوري ولسوالۍ هم له تېرو څو میاشتو راهیسې د طالبانو په محاصره کې دي.

په ورته وخت کې بیا د دغه ولایت والي انجنیر عبدالکریم متین دا نه مني چې په دغه ولایت کې دي نا امنیو زور اخیستی وي بلکې هغه زیاتوي چې په دغه ولایت کې امنیتي وضعیت ورځ تربلې د ښه کېدو په حال کې دی.

نوموړی د ولایتي شورا هغه ادعاوې هم په کلکه ردوي چې ګنې د دغه ولایت مرکز او ولسوالۍ د وسله والو طالبانو تر محاصرې لاندې دي.

عبدالکریم متین.
عبدالکریم متین.

ښاغلي متین زیاته کړه:

"زه خپله دا خبرې په کلکه ردوم چې وايي، د غزني ولایت امنیتي وضعیت ورځ تربلې خربېږي، بلکې ورځ تربلې د سمېدو په حال کې دی او په دغه ولایت کې وسله وال طالبان اوس ځپل شوي دي."

ښاغلي متین همدارنګه وویل چې په دغه ولایت کې د عامو خلکو د همکارۍ پرته امنیت ناشونی دی او هغوی باید له افغان امنیتي ځواکو سره همکاري وکړي.

د یادونې وړ ده چې د غزني ولایت والي انجنیر عبدالکریم متین څه موده مخکې له ازادي راډيو سره په یوه ځانکړې مرکه کې ویلي و چې د دغه ولایت په امنیتي وضعیت کې به ډېر ژر مثبت بدلون راولي.

راپور:شریف الله شرافت

XS
SM
MD
LG