د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۱ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۲۹

امرخېل: په غزني ښار کې چاودنې یو ملکي وګړی وژلی


د غزني ولایت امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز کې چاودنې یو ملکې کس وژلی او یو پولیس يې ټپي کړی دی.

د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند فهیم امرخېل نن چهارشنبه ازادي راډيو ته وویل چې چاودنه نن سهار شااوخوا نهه بجې د دغه ولایت دوهمې حوزې په مربوطاتو کې شوې چې چاودېدونکي توکي د سړک پر غاړه په بایسکل کې ځای پرځای شوی چې پر یو رنجر موټر یې چاودنه کړې ده.

د دغه برید مسؤلیت تراوسه چاه پرغاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG