د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۸

هيلي: ايران د امنيت شورا له پرېکړه ليکونو سرغړونه کړې


په ملګرو ملتونو کې د امريکا متحدو ايالتونو سفيرې پر امنيت شورا انتقاد وکړ، چې د ايران په وړاندې په اقداماتو کې پاتې راغلې ده.

په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفيرې نيکي هيلي هم پر ايران او هم پر امنيت شورا انتقاد وکړ.

هغې وويل، ايران د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له بنديزونو او پرېکړه ليکونو سرغړونه کړې، خو امنيت شورا يې په وړاندې په اقداماتو کې پاتې راغلې ده.

نيکي هيلي د امنيت شورا په پرونۍ غونډه کې په دې باب څرګندونې وکړې:

نیکي هیلي.امنیت شوار د ایران په وړاندې اقداماتو کې پاتې راغلې.
نیکي هیلي.امنیت شوار د ایران په وړاندې اقداماتو کې پاتې راغلې.

"امنيت شورا د ايران د دغو سرغړونو په ځواب کې حتى په کوچنيو اقداماتو کې هم پاتې راغلې ده."

نيکي هيلي زياته کړه، ايران ته بايد وويل شي چې موږ د ملګرو ملتونو له پرېکړه ليکونو د دوى ناوړه سرغړونې نه شو زغملاى:

"موږ بايد د امنيت شورا په حيث د ٢٢٣١ شمېره مقررو تر شا ودرېږو، دغه مقررې په سختۍ عملي کړو او ايران ته وښيو چې د ملګرو ملتونو له امنيت شورا د دوى ناوړه تخطي نه شو زغملاى، دا اقدامات يو دليل لري، دغه شورا بايد دا اقدامات عملي کړي."

يونيم کال مخکې د يوه تړون له مخې له ايرانه د ملګرو ملتونو زيات بنديزونه ليرې کړاى شول.

د هغه تړون پر اساس چې د تهران او د نړۍ د شپږو ځواکمنو هېوادونو ترمنځ ورباندې سلا وشوه، ايران خپل اټمي پروګرام محدود کړ.

د امنيت شورا په پرونۍ غونډه کې د ملګرو ملتونو د سياسي چارو مشر جېفري فيلټمن امنيت شورا ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي د يوه راپور پر اساس معلومات وړاندې کړل.

د سرمنشي دغه راپور د ايران په وړاندې د پاتې بنديزونو د عملي کېدو په باب و.

بلخوا په ملګرو ملتونو کې د بريتانيا د سفير مرستيال پيټر وېلسن د نيکي هيلي څرګندونې تائيد کړې او ويې ويل، له هغو بنديزونو چې د ميزاييلو د ازموينې او د وسلو د لېږد له کبله تهران لګول شوي، د ايران د سرغړونو چاره په کار ده.

د ایران راکټي ازموینې.
د ایران راکټي ازموینې.

په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفيرې نيکي هيلي ايران تورن کړ چې د منځني ختيځ په بې ثباتۍ کې ورانوونکى نقش لري.

په دې غونډه کې د ايران په وړاندې د امنيت شورا کوم غړي هېواد د کوم اقدام پېشنهاد ونه کړ، خو ډيپلوماتان وايي روسيه او چين چې په امنيت شورا کې د رايو د رد يا ويټو حق لري، ښايي له نورو اقداماتو سره موافقه ونه کړي.

د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ اداره چې له تهران سره پر اټمي موضوع شوې موافقه ارزوي، مخکې يې دغه موافقه ”غميزه“ بللې وه.

خو په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفيرې وويل، تر هغو چې د اټمي موافقې بياکتنه بشپړه شوې نه وي، موږ به پر خپلو تعهداتو ولاړ پاتې شو او تمه لرو چې ايران هم ورته کار وکړي.

XS
SM
MD
LG