د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۷

ایران د ټېلرسن څرګندونې د دې هېواد په چارو کې لاسوهنه بللې


ايران د امریکا د بهرنیو چارو د وزير وروستۍ څرګندونې د ايران په چارو کې لاسوهنه بللې او ويلي يې دي چې دا د نړيوال قانون او د ملګرو ملتونو له منشور څخه سرغړونه ده.

د امريکا د بهرنیو چارو وزير رکس ټېلرسن د روان کال د جون مياشتې په څوارلسمه نېټه د امریکا د کانګرس د بهرنيو چارو کمېټې ته وويل چې د امریکا پالېسي دا ده چې د اټمي وسلو جوړولو څخه د ايران مخه ونيسي او په ايران کې د هغو عناصرو ملاتړ وکړي چې په نتيجه کې به‌یې د دغه هېواد رژيم په سوله‌ییزه توګه تغیير وکړي.

خو ملګرو ملتونو ته د ایران سفير غلام علي خوشرو د دې سازمان عمومي منشي ته په يوه لیک لېږلو سره ويلي چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونې د ۱۹۸۱ میلادي کال د هغې موافقې څخه سرغړونه ده چې له مخې يې امریکا ژمنه کړې د ايران په سیاسي او نظامي چارو کې به په مستقیمه او غير مستقيمه توګه لاسوهنه نه‌کوي.

ملګرو ملتونو ته د ايران سفير همداراز ويلي، تمه لري چې ټول هېوادونه به د ايران دا څرګندونې وغندي او د امریکا حکومت باید مسئولانه عمل او د نړيوالو نورمونو درناوی وکړي.

غلام علي خوشرو ویلي چې د ايران خلکو په تکراري توګه ثابته کړې ده چې د خپل هېواد راتلونکی په خپله تعيينوي او د امریکا د هر ډول هڅو مخه نيسي چې د ايران په کورنيو چارو کې مداخله وکړي.

رکس ټېلرسن.
رکس ټېلرسن.

د امريکا د بهرنيو چارو وزیر رکس ټېلرسن د جون په ۱۴مه په خپله وينا کې ويلي وو چې د ايران په اړه د ډونالد ټرمپ پالېسي د جوړېدو په حال کې ده.

ښاغلي ټېلرسن د ايران له‌خوا په سوریه، عراق او يمن کې د حزب‌الله او نورو شيعه جنګياليو ملاتړ ته په اشاره وويل چې هېواد يې ايران د يوه داسې هېواد په توګه پېژندلی چې په سيمه کې په بې‌ثباتي رامنځته کولو کې رول لري.

ايران د بالسټیک توغنديو د پروګرام او د ترورېستي ډلو د ملاتړ په خاطر د امریکا د اقتصادي بنديزونو سره مخامخ دی.

د جون مياشتې په ۱۵مه د امریکا د سنا غونډې د ايران پر ضد دا بنديزونه تصويب کړل.

د دې لايحې پر اساس، پر هغو کسانو بنديزونه لګېدلي چې د ايران د بالسټیک توغنديو په پروګرام کې يې برخه اخيستې وه.

ایران د بالسټیک توغندیو توغولو له امله د امریکا له اقتصادي بندیزونو سره مخ دی.
ایران د بالسټیک توغندیو توغولو له امله د امریکا له اقتصادي بندیزونو سره مخ دی.

امریکايي سناتورانو ټينګار کړی چې پر ایران نوي بنديزونه به له دغه هېواد سره د نړۍ د قدرتونو پر اټمي موافقې اغېز ونه‌کړي.

د ايران او نړۍ د شپږو قدرتونو تر منځ اټمي موافقه د ۲۰۱۵ میلادي کال په جولای میاشت کې لاسليک شوې وه.

XS
SM
MD
LG