د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۵

خلک:د خوست ښار د غونډیو سلسلې دې په تفریحي سیمو بدلې شي


د خوست اوسېدونکي په ښار کې د تفریح ځایونو او پارکونو د جوړولو پر اړتیا ټېنګار کوي او وايي چې ازادي مېنې سره په لګېدلو تپو او غونډیو کې دې د ساعتیري او تفریح لپاره ځایونه جوړ شي.

په دې وروستیو کې یو شمېر خوستیو ځوانانو هم په خپلو فیسبوک پاڼو او نورو ټولنیزو رسنیو کې له ځايي ادارې غوښتنه کړې چې د یادې سیمې شنه کولو او ابادولو ته دې پاملرنه وکړي.

که څه هم تر اوسه دا سیمه د ونو، ځنګلونو او ابادیو له اړخه شاړه او سپیره پاتې شوې، خو بیا هم هر مازدیګر ورته سلګونه ګاډي او زرګونه خلک چې ډېری يې ځوانان دي راځي او تر ناوخته ماښام هلته پاتې کېږي او تفریح کوي.

د خوست ښار یو تن اوسېدونکی ازادي راډیو سره په خبرو کې د حکومت څخه د یادې سیمې د ابادلو غوښتنه لري:

«په رښتیا چې دا سیمه د امنیت او موقعیت له نظره ډېره مهمه ده»
«په رښتیا چې دا سیمه د امنیت او موقعیت له نظره ډېره مهمه ده»

"سلیم پاڅون یم د خوست ښار یو اوسیدونکی، په رښتیا چې دا سیمه د امنیت او موقعیت له نظره ډېره مهمه ده، نو د حکومت نه مو غوښتنه داده چې د ځوانانو لپاره د میله ځایونو بهترین ځای دی، که چېرې په دې ځای پانګونه وشي، نو د ځوانانو لپاره به د چکر او مېلو بهترین ځای وي."

یو بل تن ځوان هم ورته غوښتنه کوي او وايي:

"نوم مې ارشاد دی، زه ګورم چې دلته د ساعتیري لپاره په زرګونو مینه وال راغلي دي، زموږ هیله له دولتي چارواکو نه داده چې پدې ځای باندې پانګونه وکړي، دلته تفریح ځایونه جوړ کړي، د مېلو ځایونه جوړ کړي، نو دا د نه یوازې د خوست لپاره بلکې د ټول افغانستان لپاره به د تفریح یو ښه ځای وي."

خوست چې دا مهال د افغانستان د نسبتاً امن لرونکو ولایتونو څخه دی، په اخترونو او نورو ملي جشنونو کې د تفریح او ساعتیرۍ لپاره ورته د بېلابېلو ولایتونو څخه خلک راځي.

حفیظ الله تاند د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ اوسیدونکی دی چې د اختریزو مېلو لپاره خوست ته راغلی، هغه هم وايي چې د متون بابا د غونډیو سلسلې دې په تفریحي سیمو بدلې شي.

ښاغلی تاند زیاتوي:

"د خوست ښار د پاسه د متون په نوم غونډۍ چې ډېر زیات خلک ورته راغلي دي، ډېره زیاته ګڼه ګوڼه په کې ده، د اختر د مېلو لپاره ورته خلک راځي، دا چې دا غونډۍ لږه سپیره ده، ونې په کې نشته، نو د چارواکو نه مو دا غوښتنه ده چې د خلکو لپاره ښایسته پارکونه جوړ کړي، د مېلو لپاره نور ښه ځایونه جوړ کړي، ځکه دا ځای جیګ دی او ډېره ښه هوا لري."

بلخوا خوست ښاروال انجنیر عبدالبصیر محمدزی د ټولنیزو رسنیو له لارې ددې خبرې راپورته کول چې په دې سیمه کې د استوګنې نمرې ویشل کېږي سمه نه بولي.

ده وویل، ښاروالي تردې ورسته ټولې انکشافي چارې د ښاریانو په خوښه او غوښتنه پرمخ وړي او هېڅ طرحه پر ښاریانو جبراً نه تحمیلوي.

عبدالبصیر محمدزی وړاندې وايي:

"په ټولنیزو رسنیو کې اورو چې دلته د نمرو د وېش لړۍ ته پروګرام دی، زه د ښاروال په صفت ټولو ځوانانو ته ډاډ ورکوم چې پدې برخه کې نور هېڅ تشویش مه کوئ، نور موږ په چا انکشاف نه تحمیلوو، موږ هېڅ وخت په خپل سر یا د خپلو مفادو لپاره یا د مشخصو خلکو د مفادو لپاره طرحه نه جوړوو، زه بیا هم ډاډ ورکوم کله چې موږ د ښار لپاره لوی تصمیمونه نیسو، پدې کې به د ټولو اقشارو استازو نظر ته مراجعه کوو."

د نظر خاوند زاهدشاه انګار هم وايي چې د متون بابا د غونډیو د سلسلو شنه کول، په دې کې د پارکونو او تفریح ځایونو جوړول دا د خوست په ټولنیز او کلتوري موقف او هویت باندې مثبت اغېر لري، ځکه چې دې ته به نه یوازې د خوست د بېلابېلو سیمو، کلیو او بانډو خلک، سپین ږیري، ځوانان، ښځې او ماشومان راځي، بلکې دې ته به د تفریح لپاره د نورو ولایتونو خلک هم راځي او دا به په ټوله کې د تفریح، ساعتیري او د ذهني او جسماني ارامتیا ځای وي.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG