د امریکا متحده ایالتونو او هند په افغانستان کې د سولې د تامین لپاره د اړیکو پر غښتلي کولو ټینګار وکړ.
ترورېزم او افراطیت چې په سیمه کې افغانستان تر بل هر هېواد ډېر ترې ځوریږي بیا هم د نړۍ د دوو مهمو هېوادونو د مشرانو د خبرو مهمه موضوع جوړوله.
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ او د هند صدراعظم نرېندرا مودي په واشنګتن کې سره ولیدل او د افغانستان پر ورځ تر بلې خرابېدونکي امنیتي وضعې یې اندېښنه وښوده.
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر په افغانستان کې د هند له هڅو ستاینه وکړه او ویې ویل چې په ګډ کار سره ډېر ګواښونه له منځه تللی شي.
نوموړي زیاته کړه:
"موږ دواړه «امریکا او هند» د تروریستي سازمانونو او د هغوی تر شاه د افراطي مفکورې د له منځه وړلو لپاره متعهده یو، زه د هند له خلکو د دې لپاره مننه کوم چې د افغانستان لپاره یې خپلې هڅې نه دي سپمولي، په ګډه باندې کار کول به د ډېرو هېوادونو لپاره یوه بېلګه وي، دا ګډ کار به ډېر مشترک ګواښونه له منځه یوسي او موږ ته به د یوه ښه ثبات او پرمختګ زمینه برابره کړي."
ښاغلي ټرمپ وویل د امریکا او هند پوځیان د اړیکو د غښتلي کولو لپاره له نږدې سره کار کوي او تمه ده راتلونکې میاشت د جاپان له سمندري پوځ سره په ګډه د هند په سمندر کې تر ټولو لوی پوځي تمرینونه ترسره کړي.
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ او د هند صدراعظم نرېندرا مودي په سپینه ماڼۍ کې تر مفصلو خبرو وروسته رسنیو ته په خبري کنفرانس کې وینا وکړه.
د هند صدراعظم وویل چې په افغانستان کې خرابېدونکې امنیتي وضعه د دواړو هېوادونو لپاره د اندېښنې وړ ده.
مودي ټينګار وکړ چې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره باید د امریکا او هند اړیکې لا پسې غښتلې شي.
نوموړي زیاته کړه:
"په افغانستان کې د ترورېزم په وجه مخ په زیاتیدونکې بې ثباتي زموږ ګډه اندېښنه ده، دواړه هند او امریکا په افغانستان کې د بیارغونې او امنیت په تامین کې مهم رول لوبولی دی، د دې لپاره چې د یوه با ثباته افغانستان لپاره زموږ هدفونه تر لاسه شي موږ به له امریکا سره نږدې اړیکې او مشورې ولرو څو د دواړو هېوادونو هڅې همغږې شي."
ښاغلي مودي د سیمې د ثبات لپار د امریکا متحده ایالتونو له پروګرامونو سره بشپړه همکاري اعلان کړه.
د یوه مهم سیمه ییز لوبغاړي په توګه هند هم د افغانستان د سولې او ثبات په څو وروستیو مهمو غونډو کې برخه اخیستې ده.
د نړۍ دا دوه قدرتونه امریکا او هند په داسې حال کې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره پر ګډو هڅو ټینګار کوي چې له دغو هېوادونو د افغان چارواکو تمه هم همدا ده.
افغان چارواکي په سیمه کې په هند او په نړیواله کچه په امریکا باندې له ټولو زیات حساب کوي چې وکولای شي له دغه هېواد سره د سولې او ثبات په ټینګښت کې مرسته وکړي.
راپور:صفي الله ستانکزی