د امریکا او هند مشرانو د لومړي ځل لپاره مخامخ خبرې وکړې.
ډونالد ټرمپ چې هند یو دوست او خپل حقیقي شریک ګڼي، پرون په سپینه ماڼۍ کې د نریندر مودي کوربه و.
ټرمپ له مودي سره په کتنه کې مودي ته مبارکي ورکړه چې هند یې د اقتصادي سوکالۍ او پرمختګ لور ته روان کړی دی.
نوموړي زیاته کړه:
"دا یو ستر ویاړ دی چې د هند صدراعظم ښاغلي مودي راسره دی؛ هغه څوک چې یو خورا ښه صدراعظم دی له تاسو سره مې پخوا هم خبرې کړي او ستاسو په اړه مې مطالعه هم کړې ده، تاسو ډېر ستر کارونه کړي؛ په تېره بیا د اقتصاد په برخه کې، هند په دې برخه او نورو میدانونو کې سم لور ته په مخ روان دی."
د هند صدراعظم هم وویل، په ډېرو مواردو کې به د امریکا له ولسمشر سره خبرې وکړي.
نریندرا مودي وویل چې د امریکا د ولسمشر له کوربه توب خوښ دی.
نوموړي زیاته کړه:
"له کتنو وروسته، د خبرو لپاره به ډېر موضوعات ولرو، خو له دې سره سره له ولسمشره او لومړۍ مېرمنې په کوم ډول چې یې زما او زما د ملګري پلاوي هرکلی وکړ او زموږ عزت یې وکړ، په حقیقت کې یې زموږ دوولس سوه ملیونه اوسېدونکو ته عزت ورکړی دی، موږ یې منندوی یوو."
سره له دې چې هند او امریکا د مهاجرت او اقلیمي بدلون په شان پر ځینو مسلو اختلاف لري، ګومان کېږي چې د هند صدراعظم به ولسمشر ټرمپ ته ډاډ ورکړي چې امریکا باید د هند پر چټکې اقتصادي ودې اندېښمنه ونه اوسي.
تر دې وړاندې د متحدو ایالتونو د کانګریس مخکښو غړیو د هند په ستر بازار کې د پانګونې د خنډونو د لېري کېدو او له دغه هېواد سره د سوداګري اړیکو د اسانه کېدو لپاره هلې ځلې پیل کړي دي.
د امریکا په کانګریس کې یو شمېر ډیموکراتو او جمهوري غوښتونکو غړیو د شنبې په ورځ ولسمشر ټرمپ ته په یوه لیک کې غوښتنه وکړه چې د هند پر صدراعظم د خپل بازار د ازادولو په خاطر فشار راوړي.
دوی دغه راز ویلي چې تراوسه پورې په هند کې د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د خنډونو د کمېدو لپاره د امریکا هڅې بریالۍ نه دي.
ولسمشر ټرمپ ته د کانګریس د غړیو په لیک کې ویل شوي:
"د هند د اقتصاد اکثره برخې خورا مقیدې دي او هند د امریکايي شرکتونو او سوداګرو لپاره لا هم ستونزمن ځای دی."
دوی یادونه کړې چې د سوداګرۍ د اسانتیا له نظره د نړیوال بانک په راپور کې هند د نړۍ په ۱۹۰ هېوادونو کې ۱۳۰ ځای لري.