د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۶

پاکستان ته د "وانګ یي" اساسي هدف د افغانستان پر ثبات خبرې کول دي


د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي پرون شنبه له کابله په دوه ورځني سفر اسلام اباد ته ورسېد.

پاکستان ته د هغه د سفر یو اساسي هدف له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان پر ثبات خبرې کول دي.

د پاکستان د دولتي مطبوعاتو په حواله، د چین د بهرنیو چارو وزیر اسلام اباد ته له رسېدو سره سم، د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو له سلاکار سرتاج عزیز او د هغه هېواد د بهرنیو چارو له وزيرې تهمینه جنجوا سره وکتل.

پاکستاني مطبوعات وايي چې وانګ يي او سرتاج عزیز له افغانستان سره د پاکستان پر اړیکو او د افغانستان د امنیت ټینګولو لپاره د پاکستان پر همکارۍ غږېدلي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي له نهه کسیز پلاوي سره اسلام اباد ته رسېدلی دی.

د پاکستان دولتي رسنیو ویلي چې د چین د بهرنیو چارو وزیر ته د پنجاب اعلی وزیر او د صدراعظم ورور محمد شهباز شریف هرکلی وکړ.

هغه به نن هم په پاکستان کې وي او پر سیمه ییزو حالاتو به له پاکستاني چارواکو سره ليدنې - کتنې جاري وساتي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر اسلام اباد ته تر تګ مخکې، په کابل کې له ولسمشر محمد اشرف غني او یو شمېر نورو دولتي چارواکو سره پر روان وضعیت خبرې وکړې.

د ارګ په خبرپاڼه کې د چین د بهرنیو چارو د وزیر، وانګ يي په حواله لیکل شوي:

"زما د راتګ موخه په افغانستان او پاکستان د خپلو شرایطو منل نه دي، بلکه موږ ته د سیمې ملګرتیا مهمه ده او غواړو چې له افغانستان سره په دې سختو شرایطو کې، د سولې او ثبات د تأمین په برخه کې مرسته وکړو."

د خبرپاڼې په حواله، ولسمشر غني، ښاغلي یي ته ویلي چې د چین په ګډون، د سيمې نور هېوادونه باید په افغانستان کې د تروریستي ډلو د فعالیت په مخنیوي کې مرسته وکړي.

ښاغلي غني بیا یادونه کړې چې تروریستي ډلې په پاکستان کې دفترونه او پټنځایونه لري او اسلام اباد بایدله ژمنې سره سم، د هغوی پر وړاندې جدي عمل وکړي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد، نصرالله ستانکزي له ازادي راډیو سره په مرکه کې باور څرګند کړ چې پر پاکستان د چین له لوري فشار د اسلام اباد سیاستونه بدلولای شي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد، نصرالله ستانکزی
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد، نصرالله ستانکزی

نصرالله ستانکزي زیاته کړه:

"پیکنګ په منطقه او حتی د نړۍ په کچه، د اسلام اباد یوازنی ستراتيژیک متحد دی. که د چین حکومت په دې اړه له پاکستاني چاروکو ناراضي شي، پاکستان په ریښتیني ډول منزوي کېدلای شي. پاکستان په سیمه کې منزوي دی او پر چین ډېر حساب کوي نو که چین فشار راولي، زه باور لرم چې د پاکستان سیاستونه به ډېر ژر بدل شي."

د چین د بهرنیو چارو وزیر، وانګ یي هم د افغانستان له ولسمشره غوښتنه کړې چې د ختیځ ترکستان د اسلامي تحریک پرضد په مبارزه کې همکاري وکړي.

وانګ یي دا تروریستي ډله بللې او ویلي يې دي چې فعالیت یې چین ته جدي ګواښ دی.

د ختیځ ترکستان اسلامي تحریک، د چین د حکومت پر ضد او د یو شمېر مسلمانانو، اېغورو له لوري جوړه شوې او له افغانستان سره د چین پولې ته نېږدې فعالیت کوي.

XS
SM
MD
LG