د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۱

د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د ځانګړي استازي مقام له منځه لاړ


بريتانوۍ ورځپاڼې ډېلي مېل په دې اړه ليکنه خپره کړې، چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړى استازى د جمعې په ورځ له خپلې دندې ليرې شو.

د ليکنې په حواله، دا پرېکړه په داسې حال کې وشوه چې واشنګټن افغانستان ته د زرګونو نورو تازه دمه پوځيانو پر لېږلو غور کوي.

د ورځپاڼې په ليکنه کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د يوه مقام خبرو ته اشاره شوې چې د فرانسې خبري اژانس ته يې ويلي، د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا سرپرست ځانګړي استازي لاورل مېلر (Laurel Miller) دغه وظيفه پرېښوده، لا يې پرځاى بل څوک نه دى ټاکل شوى.

د ځانګړي استازي دغه پوسټ يا مقام هغه وخت ايجاد شو چې امريکايي چارواکو په افغانستان او پاکستان کې روان کړکېچونه له يو بل سره تړلي وبلل او ويې ويل په ګډه حل لارې ته اړتيا لري.

د ډېلي مېل په ليکنه، د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د خپل هېواد دفاع وزارت او امريکايي قوماندانو ته صلاحيت ورکړى، څو په افغانستان کې د واشنګټن د روانې ١٦ کلنې جګړې د راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي.

د ليکنې په وروستيو کې ويل شوي، د امريکا دفاع وزير جيمز متېس په پام کې لري، افغانستان ته تر ۵٠٠٠ زيات اضافي پوځيان ولېږي چې د افغان قواوو په روزنه کې برخه واخلي او دغه قواوې وکړاى شي د وسله والو طالبانو تحرکات وځپي.

نيويارک ټايمز (New York Times):

امريکايۍ ورځپاڼې نيويارک ټايمز هم پر همدې موضوع مفصله ليکنه خپره کړې، خو وايي د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د ځانګړي استازي پوسټ يا څوکۍ لغوه کړه.

د ورځپاڼې په ليکنه، دغه پوسټ يا مقام د پخواني ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال ايجاد شوى و چې په افغانستان او پاکستان کې اوږدمهالې ستراتيژۍ عملي کړي.

دي نيو انډين اکسپرس (The New India Express):

دي نيو انډين اکسپرس ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې د کرکټ په نړيواله شورا کې د افغانستان او ايرلنډ پر دايمي غړيتوب ليکنه خپره کړې.

دغه دواړه هېوادونه به اوس کولاى شي د کرکټ په ټيسټ يا ۵ ورځنيو لوبو کې هم برخه واخلي.

دغه اعلان د پنجشنبې په ورځ په لندن کې د کرکټ نړيوالې شورا په کلني کنفرانس کې وشو.

په دې ډول افغانستان او ايرلنډ د کرکټ نړيوالې شورا ICC دوه تازه دايمي غړي دي.

تر دې مخکې بنګله دېش د دې شورا ځوان دايمي ګڼل کېده، چې په ٢٠٠٠میلادي کال کې بشپړ غړيتوب ورکړل شوى و.

XS
SM
MD
LG