د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۱

په کراچۍ کې د وسله والو په حمله کې څلور پولیس وژل شوي


د پاکستان د سند صوبې په مرکز کراچۍ کې پولیس چارواکي وايي، نامعلومو وسله والو په دې ښار کې د پولیسو پر یوه موټر برید کړی او لږ تر لږه ۴ پولیس یې وژلي دي.

د کراچۍ ښار امنیتي چارواکي وايي چې دا پېښه د جمعې په ورځ ماښام د دې ښار د ساېټ سیمې په حبیب چورنګي نومي سیمه کې رامنځته شوې ده.

دا په تېرو څو اوونیو کې په کراچۍ کې د وسله والو له خوا پر پولیسو دویم برید دی تر دې مخکې د تېرې میاشتې په ۲۱مه نېټه هم نامعلومو وسله والو په دغه ښار کې د پولیسو پر یوه موټر برید کړی و چې لږ تر لږه ۲ پولیس یې وژلي او ۱ یې ټپی کړی و.

د کراچۍ ښار د پولیسو یوه مشر مشتاق مهر د پېښې په ځای کې له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې نامعلومو موټر سایکل سپرو وسله والو هغه وخت پر پولیسو برید وکړ چې هغوی په یوه هوټل کې روژه ماتی کاوه.

د مشتاق په خبره، وسله وال تر برید وروسته د پېښې له ځایه تښتېدلي، خو زیاتوي چې امنیتي ادارو د پېښې تحقیقات پیل کړي او د بریدګرو د نیولو هڅې یې روانې کړي دي.

نوموړی په دې اړه وايي:

"دغه خلک «پولیس» د روژه ماتي لپاره دلته ناست و چې برید پرې وشو، په لومړنیو تحقیقاتو دا معلومه شوې چې په دغه برید په دوو موټر سیکل سپرو څلورو بریدګرو کړی او ټول پولیس يې په سر ویشتلي دي، داسې ښکاري چې په دغه برید کې په د طالبانو، داعش یا نورو ترهګرو ډلو کسان ککړ وي."

پولیسو دا د هدفي وژنو لړۍ بللې ده.
پولیسو دا د هدفي وژنو لړۍ بللې ده.

پولیس چارواکو دغه پېښه په کراچۍ کې د وسله والو له خوا د روانو هدفي وژنو لړۍبللې او دا یې د دغه ښار د امنیت د خرابولو او په خلکو کې د ویرې ترهې خپرولو دسیسه بللې ده.

په کراچۍ کې پر پولیسو دغه وسله وال برید په داسې وخت کې شوی چې پر همدې ورځ د پاکستان په کوټې ښار کې د پولیسو د مشر دفتر مخې ته موټر بم او همداشان د کورمې ایجنسۍ په پاړ اچنار کې دوو چاودنو لسګونه کسان مړه او ټپیان کړي دي.

د سند صوبې اعلی وزیر مراد علي شاه او والي په کراچۍ کې پر پولیسو برید غندلی او اړوندو ادارو ته یې د بېړنیو تحقیقاتو امر ورکړی دی.

د یادونې وړ ده چې تر دې دمه لا په کراچۍ کې پر پولیسو د برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG