د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۰

رایان: ژر به په پر روسیې او ایران تازه لګول شوي بندیزونه تصویب کړم


په روسیې او ایران د بندیزونو د تازه لړۍ د اضافه کولو او یا نوي کولو طرحه تېره اوونۍ مشرانو جرګې تصویب کړه او اوس استازیو جرګه هم د دې طرحې د تصویب په لټه کې ده.

مخکې له دې چې دا طرحه استازیو جرګه تصویب کړي باید په وړاندې یې پراته خنډونه هوار شي.

ځينو استازو وويل، دغه لايحه د امريکا د اساسي قانون له موادو سرغړونه کوي.

هغه دا چې هره لايحه چې د حکومت د عوايدو د زياتېدو سبب کېږي بايد پيل يې د استازو له جرګې وشي.

د استازیو جرګې مشر پال رایان پرون په دې اړه خبري غونډه درلوده او ویې ویل ښه ده مخکې له دې چې د طرحې په اړه پرېکړه وشي لومړی یې اداري خنډ حل شي.

خو رایان په دې دریځ کلک دریدلی چې دا طرحه باید تصویب شي.

دی وايي:

"زه له بندیزونو ملاتړ کوم. ما تل له بندیزونو ملاتړ کړی دی. زه به د بهرنیو چارو د کمېټې مشر ته وخت ورکړم چې په طرحې باندې ښه کتنه وکړي څو وګوري چې سمه لیکل شوې که څنګه. د بهرنیو چارو د کمېټې مشر ایډ جایس غواړي چې ژر دا طرحه تصویب شي او زه هم همدا غواړم."

د یادونې ده چې تازه بندیزونه به په روسیې پخواني بندیزونه لا پاخه کړي، نوي بندیزونه به هم پرې ولګول شي.

په روسیې د دې لپاره بندیزونه اضافه شوي چې د امریکا متحده ایالتونو د تېر کال په ولسمشرۍ انتخاباتو کې په لاسوهنو تورنه ده او هم د اوکرایین او سوريې په مسایلو کې يې د امریکا غوسه پارولې ده.

په دویمه برخه کې په ایران باندې د هغو خلکو په خاطر بندیزونه لګول کېږي چې د دغه هېواد د لرې واټن ویشتونکو توغندیو په پروګرام کې ښکېل دي.

د رویټرز د رپوټ په اساس د ایران سپاه پاسداران سل زره کسیزه قوي پوځ د امریکا د دغو بندیزونو په اساس تروریستي ګروپ پيژندل کېږي.

د روسيې او ایران له خوا د دغو بندیزونو په اړه تازه څه نه دي ویل شوي خو روسیې پخوا نه یوازې دا چې د امریکا په انتخاباتو کې لاسوهنې رد کړي د سوریې په قضیه کې یې هم د څو وار هوايي حملو په سبب امریکا ته ګوتڅنډنې کړي دي.

ایران پخوا د امریکا د هر ډول بندیزونو لګول له دغه هېواد سره د اټمي موافقې په خلاف کار بللی دی.

اخوا امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن وویل په دې هیله دی چې د اوکراین او سوریې په مسئله کې د روسیې د نرمښت په صورت کې د بندیزنو نرمېدو ته ځای پاتې شي.

ځینو ډیموکراټانو بیا په کلکه د دې نرمښت مخالفت کړی او ویلي یې دي په کوم قوت چې د بندیزونو طرحه جوړه شوې باید هماغسې تصویب کړای شي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG