د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۹ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۴

د کابل وروستيو پېښو ځینې کورنۍ د اختر خوښي په غم بدلې کړې


د روژې په میاشت کې خونړیو حملو سږکال د اختر د لمانځلو لپاره د کابل ښاریانو شور او زوق ګمرنګه کړی دی.

د کابل ښار اوسېدونکي سږکال د روژې د خونړۍ میاشتې له تېرېدو وروسته د اختر خوښي لمانځي.

د هغه اختر خوښۍ چې وار له مخه یو شمېر کورنۍ د خپلو عزیزانو له لاسه ورکولو د غم په ټغر ناست دي.

یو شمېر کابل ښاریان وايي په کابل کې د وروستیو خونړیو حملو وروسته دوی له دې ویرې چې بیا به هم داسې حملې کیږي نه شي کولای چې په ارامه ذهن د اختر هرکلی وکړي.

د کابل ښار دوه تنه اوسېدونکې کریم او نقیب الله وايي:

"وروستۍ پېښې نه یوازې د اختر په لماځلو بلکې په ټولو برخو کې ستونزې جوړې کړي، دا چې امنیت نشته څوک د دې جرأت نه کوي چې ښار ته لاړ شي او توکي وپیري دا دې ورته ده چې ټولو په کورنو کې ځانونه بندیان کړي وي، ښار ته چې لاړ شي هره لحظه د دې ویره شته چې پېښه رامنځته شي، خلک په وېره کې دي نه اختر پاتې دی او نه یې خوشحالي.

-په افغانستان کې چې وروستۍ پېښې وشوې له بده مرغه ټول افغانان او په خاصه توګه کابل ښاریانو ته یې زیان ورساوه، دغه وضعیت طبعاً د خلکو پر ژوند ډېر اغېز کړی او په کابل کې اختر په داسې حال کې لماځل کېږي چې خلک ډېر کم یو بل ته ورځي."

سږ کال د روژې په میاشت کې په کابل ښار کې تر بل هر وخت زیات بریدونه ترسره شول چې لوی هغه یې د جوزا د میاشتې په لسمه نېټه و چې د چارواکو په خبره دغه حمله په افغانستان کې په خپل ډول کې لومړنی وه.

د ولسمشر محمد اشرف غني په خبره په دغه پېښه کې ۱۵۰ تنه ووژل شول او له څلور سوو څخه زیات کسان ټپیان شول.

همدا راز له هغې وروسته په کابل کې د مظاهرو پر مهال د ځینو کسانو وژنه، د اعتراض کوونکو له لوري د تحصن د خېمو درول، د لارو بندېدل او د سالم ایزدیار په جنازه کې انتحارې حملې نورې مهمې پیښې وې.

له ډې ټولو ستونزو سره ـ سره یو شمېر ارواپوهان وايي، خلک باید غم ته په غم ادامه ورنه کړي او په وړو خوښیو سره په زړونو کې لوې هیلې ژوندۍ وساتي.

ارواپوه او ډاکټر شرف الدین عظیمي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې ژوند له ستونزو سره مل دی خو باید د ستونزو پر وړاندې مبارزه وشي:

"دوستانو قطعاً غم ته په غم دوام مه ورکوئ، موږ مجبور یو ژوند وکړو او د خپلو اولادونو لپاره تکیه شو ، ژوند یو ترتیب شوی او ښکلی شی نه دی بلکې ستونزې او ګواښونه لري خو موږ یې باید پر وړاندې مبارزه وکړو."

خو څنګه کیدای شي پر منفي فکرونو بریالي شو او یا کیدای شي چې د مشورو لپاره رواني دفترونو ته له ورتګ پرته له ځان سره مرسته وکړي او یا له دې ټولو ستونزو سره سره څنګه کیدای مثبت فکر رامنځته کړو.؟

د دې پوښتونو ځوابونه له ښاغلي عظیمي څخه اورو:

"له شک پرته په هغه شکل چې موږ یې منفي تلقین کوو هماغسې کېږي لکه موږ پر لاره روان یو او وايي چې دغه ټانکر به چاودنه وکړي نو چاودنه کوي، د کور چت به راوغورځېږي نو را وبه غورځېږي او په ښیښو به یې ټپیان شو ، په همدې توګه موږ کولای شو په خپل وجود کې مثت فکرونه رامنځته کړو له ژونده خوند واخلو پارکونو ته لاړ شو او له خپلو ماشومانو سره لوبې وکړو له خپلو ماشومانو او مېرمنې سره میلې ته لاړ شو او ارامه ژوند وکړو انسانان واقعاً قوي دی."

په وروستیو کلونو کې د افغانستان د مرکز په ګډون په ولایتونو کې ترهګریز بریدونه زیات شوي دي خو د جګړې له لسیزو وړاندې کیسه داسې نه وه.

خلکو په شور او زوق د اختر خوښي لماځله، احمد شاهین د هغو کسانو له ډلې یو دی، نوموړي وايي، د اختر د راتګ لپاره به یې شېبې شمېرلې او د اختر د لمانځلو په برخه کې هیڅ ستونزه نه وه.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG