د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

د موصل پر لرغوني جومات "النوري" د داعش حمله


په عراق او شام کې د اسلامي دولت په نوم وسله‌والې ډلې یا داعش د عراق په شمالي ښار موصل کې د "النوري" په نوم یو تاریخي جومات په چاودېدونکو موادو الوزولی دی.

د عراق صدراعظم حیدرالعبادي ویلي چې په موصل کې د داسې لرغوني ځای ویجاړول د دې څرګنده نښه ده چې د داعش وسله‎والو په موصل کې خپله ماتې منلې ده.

د عراق دفاع وزارت پرون وویل چې د داعش وسله‎والو د موصل ښار په "النوري" جامع جومات کې چاودېدونکي مواد اېښي و او هڅه‌یې کوله چې د حکومتي ځواکونو د ورتګ مخنیوي وکړي خو کله چې ونه‌توانېدل، چاودېدونکي مواد یې والوزول او دا تاریخي مسجد یې ویجاړ کړ.

د عراق صدراعظم حیدرالعبادي نن پر ټویټر وویل چې د دې لرغوني جومات او د هغه د منارو ویجاړول په‎ دې معنی و چې د داعش وسله‎والو رسماً خپل شکست منلی دی.

د عراق پوځ د داعش دا کار تاریخي جنایت بللی دی.

په عراق کې د داعش پر ضد په مبارزه کې د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو قوماندان جنرال جوزف مارتین ویلي چې د النوري مسجد ویجاړول د موصل او ټول عراق د خلکو پر ضد جنایت و.

د جوزف مارتین په وینا، دا پېښه څرګندوي چې ولې باید د داعش په څېر ورانکاره ډله له‌منځه ولاړه شي.

داعشیانو د اعماق په نوم پر وېب‎پاڼه چې تل د دې ډلې معلومات خپروي، ادعا کړې چې النوري مسجد د امریکا په مشرۍ د ائتلافي قواوو په هوايي حمله کې ویجاړ شوی دی، خو ائتلافي ځواکونو دا ادعا رد کړې او ویلي يې دي چې د چهارشنبې په ورځ دوی هېڅ بمباري نه‎ده کړې.

ویل کېږي چې د عراق پوځ داسې تمه درلوده چې د کوچني اختر تر رارسېدو مخکې به النوري مسجد بېرته ونیسي خو د موصل خلکو خبریالانو ته ویلي چې دوی وېره درلوده چې د داعش وسله‎وال به په سیمه کې د کنټرول له بایللو سره، دا تاریخي ځای تخریب کړي.

  • د "النوري" جومات تاریخي ارزښت

د داعش وسله‎والو په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د موصل ښار ونیو، د هغوی مشر ابوبکر البغدادي له دې ځایه د خپل اسلامي خلافت اعلان وکړ.

د داعش وسله‎والو هغه مهال هم یو وار د مسجد د منارو د ويجاړولو هڅه کړې وه، خو د موصل خلک‌یې مخکې درېدلي وو.

د موصل په زاړه ښار کې النوري جامع نېږدې اته سوه کاله مخکې جوړ شوی و او یوازې د عراق نه بلکې د ټول منځني ختيځ او اسلامي نړۍ لپاره‌یې تاریخي او فرهنګي ارزښت درلود.

دا جامع د امیر نورالدین زنګي په نوم جوړ شوی و.

نورالدین زنګي د زنګ د کورنۍ، امیر عماد الدین زنګي زوی و.

هغه په دولسمه پېړۍ کې د سلجوقیانو د امپراطورۍ پر مهال، د شام امیر و او بیا یې د خپلې واکمنۍ لمن عراق ته هم غځولې وه.

دا مسجد او منارې یې په رنګه او قیمتي ډبرو او د منځنۍ اسیا د هغو ودانيو په وړ جوړې شوې وې چې د سلجوقیانو په زمانې پورې اړه لري.

د النوري مسجد منارې له څو سلیزو راهیسې د کږېدو پر لور وې او ملګرو ملتونو یې په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

XS
SM
MD
LG