د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۰

د عراق په موصل کې د داعش وروستي مرکز د نیولو لپاره عملیات روان دي


موصل د عراق دوهم لوی ښار او د داعش ډلې وروستی مهم مرکز ګڼل کېږي او د عراق دولتي ځواکونو له داعش ډلې څخه د دې ښار د بېرته نیولو لپاره پوځي عملیات پرون پيل کړل.

د داعش پر ضد په نړیوال ائتلاف کې د امریکا استازي برت مک ګورک پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې عراقي ځواکونه پرون د موصل زاړه ښار ته ننوتل.

د عراق په نینوا ولایت کې د پوځي عملیاتو قوماندان ډګر جنرال عبدالامیر یارالله پرون وویل، په دې عملیاتو کې ځانګړي عراقي ځواکونه، د عراق اردو او پولیس برخه لري.

د ترورېزم پر ضد د مبارزې د خدماتو قوماندان جنرال عبدالغني اسدي چې پوځي قطعې یې د دې عملیاتو مشري کوي وايي، دا د موصل د بېرته نیولو وروستی پړاو دی.

داعش ډلې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې پر موصل ولکه ټینګه کړه او هلته یې خپل خلاف اعلان کړ.

د موصل په زاړه ښار کې چې نرۍ کوڅې لري او ګڼ شمېر خلک په‎کې استوګن دي اکثرا کور په کور وسله والې نښتې کېږي.

ملګري ملتونه وايي چې د دې ښار شاوخوا سل زره ملکي وګړي د خوړو، اوبو او درملو د کمښت او د روغتونونو د نشتوالي له کبله په سخت حالت کې راګېر دي او د سره صلیب نړیوالې کمېټې پرون په یوه بیان کې وویل چې د موصل د زاړه ښار یو لک اوسیدونکي چې په جګړو کې راګېر دي، په راتلونکو ورځو کې د کور په کور جګړو له ګواښ سره مخامخ کیدای شي.

عراقي ځواکونو د امریکا د هوايي ځواک په مرسته د موصل ښار په لویدیځه برخه کې د زاړه ښار د بېرته نیولو په مقصد عملیات نېژدې یوه میاشت مخکې پیل کړل.

پوځي چارواکي وايي، پر زاړه ښار ولکه د داعش ډلې د مهم مرکز موصل د بېرته نیولو د عملیاتو لپاره خورا زیات اهمیت لري.

XS
SM
MD
LG