د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۱

غني کړکېچ جوړونکو ته: موږ هر اقتصادي کړکېچ په فرصت بدلولای شو


پر افغان تولیداتو بار لومړنی الوتکه د حامد کرزي له نړیواله هوايي ډګره د هند پر لور والوته.

په دغه هوايي کارګو کې د ۵ میلیونه ډالرو په ارزښت شپېته ټنه د دغه هېواد کرنیز محصولات شامل وو.

د کابل د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې د دوشنبې په ورځ د هند او افغانستان د دغه هوايي دهلیز په پرانیست غونده کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې په دې سره به ګڼې سوداګریزې او ټرانزیټي ننګونې په فرصتونو بدلې کړي.

نوموړی وايي:

" هغه څوک چې موږ ته کړکېچ جوړوي باید په دې پوه شي چې موږ هر اقتصادي کړکېچ په فرصت بدلولای شو نو له دې اړخه نن دغه دهلیز جوړېدل یوازې په خپل ذات کې مهم نه‎دی بلکې د هغه طریقې له مخې چې دغه دهلیز جوړ شوی باید دولت، خصوصي سکتور او متخصصین مو په ګډه کار وکړي چې په ځنځیري او ضربتي توګه موږ ستونزې په فرصت بدلې کړای شو."

ښاغلي غني دغه شان وویل چې افغان سوداګر له دې وروسته یو عشاریه درې میلیارده پیردونکي لري نو باید خپل تولیدات زیات کړي.

د ده په خبره، افغانستان باید پر صادرونکي هېواد بدل شي کنه د بې وزلۍ او بې کارۍ له منځه وړل ممکن نه دي.

د هند او افغانستان د هوايي دهلیز پر جوړولو خبرې د تېر کال په ډیسمبر میاشت کې هند ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سفر پر مهال شوې وې.

په لومړۍ الوتکه کې چې له کابله له د دوشنبې په ورځ هند ته ولاړه د افغانستان وچه او تازه میوه او طبي بوټي یې د هند بازارونو ته ولېږدول او ټاکل شوې چې له هنده به درمل او د فابریکو خام مواد را انتقال کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعوو د خونې د معلوماتو له مخې اوسمهال دغه هېواد له هند سره د ۵۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه لري، خو دوی هیله من دي چې دا رقم به یو میلیارد ډالرو ته ورسوي.

له دې وړاندې هم د ملي یووالي حکومت یو شمېر سترې اقتصادي پروژې پیل کړي چې د سلما بند چې د هند په مالي مرسته جوړ شو د دغه اقتصادي پروژو یوه مهمه بېلګه ده.

په کابل کې د هند سفیر من پریت وهوورا وايي چې د کابل او نوي دهلي ترمنخ د دغه دهلیز په پرانېستلو سره به د دواړو هېوادونو سوداګریزه راکړه ورکړه لا پیاوړي شي.

نوموړي وویل:

" په دې برخه کې ځينې ستونزې وي خو زموږ سفارت، حکومت به د وخت په تېریدو دغه ستونزې ستاسو له ټیم سره په ګډه حل کړي او زه په دې هیڅ شک نه لرم، ددغه دهلیز پرانیسته زموږ د سوداګریزو اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول لري او دغه مسئله به د دواړو هېوادونو په ځانګړي ډول د افغانستان سوداګرۍ او وارداتو ډېره ګټه ورسوي."

په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزي د هند د سوداګرۍ له خونې سره د یوه ګډ سوداګریز مرکز د جوړېدو د موافقې خبره وکړه.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالله واحد یار د دغه ډول بدیلو لارو پرانیستل د افغانستان د اقتصادي پیاوړتیا لپاره ګټور ګڼي وايي چې افغان دولت باید د ټرانزیټ په برخه کې د هوا او سړک ترڅنګ د ریل پټلۍ له لارې چې تر ټولو مهمه اقتصادي لار ګڼل کیږي هم د سیمې له هېوادونو سره د وصلیدو هڅه وکړي.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG