د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ لړم ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۴۳

ارزګان کې د یوه استنادي دېوال جوړېدو ډبره کېښودل شوه


د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې نن پنجشنبه د یوه استنادي دېوال اوسایپون د جوړېدو ډبره کېښودل شوه.

د ارزګان والي محمد نذیر خروټي د دغه استنادي دېوال او سایپون د ډبرې د ایښودلو پرمهال رسنیو ته وویل چې دڅه باندې ۱۴میلیونه افغانیو په ارزښت باندې ۹۵۰ متره استنادي دېوال جوړېږي او همدارنګه د ۲۵ لکه افغانیو په ارزښت سایپون جوړېږي چې لګښت یې د تغییر اقلیم برنامې مؤسسي له لوري ورکول کېږي.

نوموړی وايي چې د دغه پروژې په پلي کولو سره به څه باندې ۶۰۰هکتار ځمکه اباده شي او همدارنګ یو شمېر کسانو ته به پکې د کار زمینه هم برابره شي.

والي زیاته کړه چې دوی په یاد ولایت کې دې ته ورته نورې پروژې هم تر لاس لاندې لري چې ډېر ژبه پلي شي.

له بلې خوا کرونده ګر هم له دغه ډول پروژو خوښ دي او له دولت څخه د اساسي او بنیادي کار غوښتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې په دغه ولایت کې د ۲۹میلیونه افغانیو په لګښت اته شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

XS
SM
MD
LG