د لاسرسي لېنکونه

ننګرهار کې د اوبو رسولو ۵ ستر سربندونه جوړېږي


په ننګرهار کې د بزګرانو د اقتصادي پیاوړتیا په هدف، د اوبو رسولو ۵ ستر سربندونه جوړېږي.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رئیس شاکرالله نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې د اوبو رسولو درې سربندونه په دره‎نور او دوه په بهسود ولسوالۍ کې جوړېږي.

دغه سربندونه د کرنې ریاست په مالي ملاتړ، د ۵۰ مېلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي.

د معلوماتو له مخې، هر سربند به په ورځ کې په منظم ډول ۱۰۰۰ جریبه ځمکه خړوبه کړي چې د کرنې برخه او د بزګروانو اقتصادي وضعیت به ورسره د پام وړ بدلون ومومي.

XS
SM
MD
LG