د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۱

ټېلرسن: ټرمپ غواړي روسیې سره اړیکې ښې کړي ځکه مهم نړیوال لوبغاړی دی


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، ولسمشر ډونالد ټرمپ غواړي چې له روسیې سره اړیکې ښې کړي ځکه دا هېواد یو مهم نړیوال لوبغاړی دی.

رکس ټېلرسن زیاته کړه، ولسمشر ډونالد ټرمپ ورته ویلي چې له مسکو سره د اړیکو د ښه کېدو هڅې پیل کړي او پرې نه‎ږدي چې هغه جنجال چې په واشنګټن کې د ټرمپ له کورنۍ کړۍ سره د روسیې د احتمالي اړیکو پر سر راپورته شوی برلاسی شي.

ټېلرسن دغه څرګندونې د سې شنبې په ورځ په نیو زیلاند کې په یوه خبري کنفرانس کې وکړې او زیاته‌یې کړه:

"د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ په دې برخه کې ماته په څرګنده ویلي چې روسیه یوه مهمه نړیواله لوبغاړې ده او نن ورځ له روسیې سره زموږ اړیکې د بل هر وخت په نسبت ډېرې خرابې شوې دي. ولسمشر له ما وغوښتل چې له روسیې سره د خبرو پروسه بېرته پیل کړم تر څو وګورو چې که موږ وکولای شو په لومړي ګام کې دغه اړیکې بېرته عادي کړو او د لاخرابېدو مخه‌یې ونیسو او بیا د دوه اړخیزو ګټو هغه اړخونه په نښه کړو چې کولای شي د باور او اعتماد فضا یو څه بېرته اعاده کړي هغه برخې چې کولای شو په‎کې په ګډه کار وکړو."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له روسیې سره د اړیکو د ښه کېدو د هڅو خبره په داسې حال کې کوي چې د امریکا د تحقیقاتو فدرالي اداره «FBI» او کانګرس د امریکا د تېر کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د احتمالي مداخلې او د ټرمپ د کمپاین او د هغه له انتقالي ټیم سره د روسیې د پټو اړیکو په اړه څېړنه کوي.

د ټېلرسن له دغو څرګندونو یوه ورځ مخکې د امریکا د ملي امنیت د ادارې پټ سند چې د دوشبنې د ورځې ناوخته انترسپټ انلاین خپرونې خپور کړی ښیي چې د روسیې د پوځي استخباراتو هکرانو تېر کال د امریکا د ولسمشرۍ تر انتخاباتو مخکې څو ځلې هڅه کړې وه چې د انتخاباتو سیستم ته داخل شي.

د دغه سندله مخې د مسکو د «GRU» د استخباراتو له ادارې سره تړلو هکرانو هغه امریکایي خصوصي کمپنۍ په نښه کړې وې چې په دې هېواد کې د رأی ورکوونکو د نوم لیکنې ادارو ته‌یې خدمات او سیمه‌ییزو حکومتي ادارو ته‌یې وسایل برابرول.

د دغه پټ سند له افشا کېدو وروسته د امریکا د عدلیې وزارت اعلان وکړ چې د ملي امنیت یو قراردادي کارکوونکی یې دغې انلاین خپرونې ته د دغه سند د ورکولو په تور نیولی دی.

روسیې چې د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د مداخلې خبره تل رد کړې دغه نوې ادعا چې وایي، د روسیې د پوځي استخباراتو هکرانو هڅه کړې چې د امریکا د انتخاباتو سیستم ته داخل شي هم رد کړې ده.

د روسیې د ولسمشر ویاند ډیمیتري پېسکوف د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې دا یوازې یوه تشه ادعا ده او په دې اړه چې ګواکې روسیې په دغو انتخاباتو کې مداخله کړې موږ تر اوسه بل کره سند یا شواهد نه‌دي لیدلي.

XS
SM
MD
LG