«سېف ده چېلډرن» یا له ماشومانو څخه د ملاتړ نړیواله مؤسسه وايي، په نړۍ کې له هرو څلورو ماشومانو څخه یو يې د ماشومتوب له حقونو بېبرخې پاتې کېږي.
د «سېف ده چېلډرن» په راپور کې د هغو هېوادونو لېست خپور شوی چېرته چې ماشومان د جګړې، فقر او نورو ستونزو له امله له اساسي حقونو محرومه دي.
۱۲ کلن اعلم چې د عراق د باجي ښار اوسېدونکی دی د نورو ماشومانو په مقایسه ژر لوی شوی دی، په دې معنی چې ماشومتوب ترې اخیستل شوی دی.
اعلم او کورنۍ يې د داعش د تاوتریخوالي له امله یو ځل پخوا هم بېځایه شوي وو او ۶ اوونۍ مخکې بیا خپلې سیمې پرېښودو ته اړ شول.
اعلم او کورنۍ يې له دې وېرې چې د داعش لاسو ته ورنهشي، یوه شپه په هغو غرونو کې مزل وکړ چې ماینونه پهکې ځای پر ځای شوي دي.
اعلم اوس د بېځایه شویو په کمپ کې اوسېږي، ښوونځي ته هم ځي خو خپل کور کلي پسې خفه دی.
اعلم زیاتوي:
"ښوونځي ته د بیا تللو هیله لرم، هیله لرم چې بیا خپل کور او سیمې ته ستون شم، موږ ۷ ساعته د شپې په تیاره کې په غره کې پلی مزل وکړ، ما خپل کور، ښوونځی، د لوبو سامان او ټول شیان هلته پرېښودل."
که څه هم د موصل جګړه په ختمېدو ده، خو اعلم او کورنۍ يې نهغواړي خپل ښار باجي ته چې د موصل پر لویه لاره پروت دی، ستون شي ځکه هلته د دوی هېڅ څه پاتې نهدي.
د تاوتریخوالي له امله د نړۍ په سطحه د ۲۸ میلیونو بېځایه شویو ماشومانو له ډلې څخه د اعلم کیسه ځانګړې ده.
«سېف ده چېلډرن» مؤسسه وايي د نړۍ په سطحه هر څلورم ماشوم له خپلو حقونو محروم دی چې دا ماشومان د یوه لهمنځه تلونکي نسل له خطر سره مخامخ دي.
«سېف ده چېلډرن» مؤسسه وايي، د نړۍ په سطحه ۷۰۰ میلیونه ماشومان د جګړو، له وخت نه مخکې ودونو، درنو کارونو او پوهنې او روغتیايې خدماتو ته د نهلاسرسي له امله د خپلې ځوانۍ له دورې خوند نهشي اخیستی.
د «سېف ده چېلډرن» د راپور له مخې په نړۍ کې له هرو ۶ ماشومانو یو يې له پوهنې بېبرخې دی او د نړۍ په مختلفو برخو کې شااوخوا اته میلیونه ماشومان مړه کېږي.
د «سېف ده چېلډرن» د راپور له مخې هغه هېوادونه چې په زیاته انداره پهکې د ماشومانو حقونه تر پښو لاندې کېږي افریقايي هېوادونه نایجریا، انګولا، مالي، د مرکزي افریقا جمهوریت، او سومالیا دي.
عراق د «سېف ده چېلډرن» د ۱۷۲ هېوادونو د لېست په ۱۲۳ ځای کې دی.
په عراق کې له هرو پنځو ماشومانو څخه یو يې په خوارځواکۍ اخته دی.
د عراق لپاره د «سېف د چېلډرن» یا له ماشومانو څخه د ملاتړ د مؤسسې مرستیال اکرم شاکارام وايي تاوتریخوالی د عراقي ماشومانو لپاره جدي او خطرناکې پایلې لري.
نوموړی وايي نړیواله ټولنه باید د عراق له ماشومانو سره د مرستې ژمنه وکړي که نه؟ دا هېواد به د اوس په شان له تاوتریخوالي ډک راتلونکی ولري.