د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۴

افغانستان د جون پر ۱۵مه هند ته د هوايي دهلېز له لارې صادرات پیلوي


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، له دې وروسته به افغان سوداګر خپل سوداګریز توکي هندوستان ته د هوايي دهلېز له لارې د ځمکې په بیه انتقال کړي.

یاده خونه وايي، د اریانا افغان هوايي شرکت سره د شوي تړون له مخې به افغان سوداګر خپل سوداګریز توکي په ډېره ارزانه بیه او لږ وخت کې هندوستان ته انتقال کړي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې يوې خبري ناستې ته وویل چې افغان سوداګرو پخوا چې کوم لګښت د ځمکې له لارې د اموالو په انتقال کې ورکولو له دې وروسته په هماغه بیه خپل اموال د هوا له لارې هندوستان ته په اسانۍ سره انتقال کړي.

خان جان الکوزی.
خان جان الکوزی.

نوموړي زیاته کړه:

"دغه انتقالات چې کېږي، هغه لګښت چې د ځمکې له لارې پرې راځي هماغه لګښت به د هوا له لارې هم پرې راځي، ښګېڼه‌يې په دې کې ده چې ژر رسېږي،په کم لګښت رسېږي او په لاره کې نه‌خرابېږي او په خوندي توګه رسېږي."

ښاغلي الکوزي وویل، د سوداګرۍ او صنایعو خونو او اریانا افغان هوايي شرکت تر منځ د افغان سوداګرو د تجارتي اموالو د انتقال تړون د دوو کلونو لپاره دی چې لومړنی پرواز به‌یې د روان میلادي کال د جون په ۱۵مه نېټه له کابل څخه او دوهم پرواز به‌یې د جون په شلمه له کندهار څخه هندوستان ته وي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې سربېره پر دې به ياد هوايي شرکت په خپلو داخلي الوتنو کې هره ورځ له ۱۰ څخه ۱۲ ټنو پورې د افغان سوداګرو اموال انتقالوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو د معلوماتو له مخې افغانستان هر کال ۱۳۲ زره ټنه تازه مېوه او سبزيجات نورو هېوادونو ته صادروي چې پخوا تر دې يې ډېره برخه د ځمکې له لارې انتقالېده چې له دې وروسته به د هوا له لارې لېږدول کېږي.

د دغو خونو مسؤلین وايي، اوس‌مهال افغان سوداګر يوازې کولای شي چې د کابل او کندهار هوايي ډګرونو څخه د ډهلي او امرتسر هوايي ډګرونو ته او ډهلي او امرتسر هوايي ډګرونو څخه د کابل او کندهار هوايي ډګرونو ته خپل اموال انتقال کړي.

اریانا افغان هوايي شرکت.
اریانا افغان هوايي شرکت.

په ورته وخت کې د اریانا افغان هوايي شرکت مسؤلین وايي، اوس‌مهال دغه هوايي دهلېز يوازې د افغانستان او هندوستان تر منځ پرانیستل شوی او په راتلونکي کې به نورو هېوادونو ته هم پراختیا ومومي.

د دې شرکت رئیس محمد نادر عمر وايي:

"اوس‌مهال يوازې د افغانستان او هندوستان تر منځ دغه هوايي دهلېز پرانیستل شوی او هیله لرو په راتلونکي کې دغه پروژه لا پراختیا ومومي، د دې تر څنګ به د اریانا افغان هوايي شرکت په خپلو ټولو الوتنو کې چې په هر لور يې لري د افغان سوداګرو کارګو ته په تخفیف ورکړل شوې بیه انتقال ورکوي."

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو کارپوه سید قیاس سعیدي وايي، دا د خصوصي سکټور او سوداګرۍ د پیاوړتیا په برخه کې يوه ستره اقتصادي لاسته راوړنه ده او په راتلونکي کې باید ورته نوره هم پراختیا ورکړل شي.

ښاغلی سعیدي وايي، حکومت ته په کار ده چې سوداګرو او پانګه‌والو ته د اسانتیاو رامنځته کولو لپاره ورته نور اقدامات هم وکړي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG