د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۸

زاخېلوال: له افغانستان پرته پاکستان د مرکزي اسیا دروازه نشي کېدای


د اسلام اباد لپاره د افغانستان سفیر ډاکټر عمر زاخېلوال د پاکستان او افغانستان اقتصادي ګټې له یو بل سره تړلي او د مرکزي اسیا له بازاره د ګټې اخیستنې یوازینۍ لار د اسلام اباد او کابل ترمنځ د ښو تعلقاتو ساتل بولي.

نوموړی همداشان ټینګار کوي چې مرکزي اسیا ته د رسېدو له لپاره له افغانستان پرته ارزانه و نږدې لار نشته او په خبره یې چې "له افغانستان پرته پاکستان د مرکزی اسیا دروازه نشي کېدای."

ښاغلی زاخېلوال د پاکستان اوسني اقتصادي وضعیت ته په کتو وايي، "که چېرې د افغانستان و پاکستان ترمنځ اړیکي ښې وای او په افغانستان کې امن وای، نو د پاکستان اقتصادي وضعیت به تر اوسني وضعیت څو چنده ښه وای."

ښاغلي زاخېلوال دا څرګندونې د جمعې په ورځ په پېښور کې د ازادي راډیو له مشال څانګې سره په ځانګړو خبرو اترو کې کړي دي.

په اسلام اباد کې افغان سفیر همداشان وایي چې د پاکستان او افغانستان د ولسونو ترمنځ ښه تعلقات شته او په خبره یې چې دواړه ولسونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکیو غوښتونکي دي.

ښاغلي زاخېلوال د ازادي راډیو له مشال څانګې سره په خبرو کې د مرکزي اسیا اقتصادي ارزښت ته په کتو د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ښو تعلقاتو د لرلو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي:

"پاکستان ځانته د مرکزي اسیا دروازه وايي، بیدون له افغانستانه پاکستان د مرکزي اسیا دروازه کېدای نشي، افغانستان ځان ته د مرکزي اسیا او د جنوبي اسیا ترمنځ پول وايي، بیدون له پاکستانه افغانستان د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ پول جوړېدی نشي، په دې سره باید پوه شو، موږه پوه یو، پاکستان باید پوه شو، نن باید په پاکستان کې اقتصادي وده دوه چنده، که چېرې په افغانستان کې امن وی، که چیرې ښې اړیکي وای زموږ ترمنځه، ښې اړیکي چې د خلکو ترمنځه شته، مګر د ادارو په منځ کې نشته، د خلکو غوښتنه هم په پاکستان کې د خپل حکومت نه همدا ده چې داسې پالیسي غوره کړي چې هغه په افغانستان کې امن راولي او په افغانستان کې هم دا ده چې داسې پالیسي غوره کړئ چې زموږ نږدیکترینه دوستي له پاکستان سره وي."

ښاغلي زاخېلوال هیله ښودلې چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اړیکیو په لړ کې باید سیاست او تجارت جلا حیثیت ولري.

نوموړي همداراز په هندوستان کې د افغانستان په اړه په اسیا زړه کنفرانس کې د هند او افغانستان ترمنځ د هوايي اقتصادي دهلیز جوړېدو د موضوع په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې منلې چې هند ته د افغانستان د تجارت نږدې لار پر پاکستان ده خو به خبره یې، که پاکستان افغانستان ته د ټرانزیټ اجاره ورنه کړي، افغانستان مجبور دی چې نورې لارې پیدا کړي:

"د افغانستان تجارت هند ته نږدې ترینه او ارزان ترینه لار د پاکستان له لارې ده، زموږ امید دی چې تجارت له سیاست سره جدا شي، د پاکستان او افغانستان اهمیت په ټرانزیټ کې دي، که پاکستان افغانستان ته ټرانزیټ ورنه کړي، نو په حقیقت کې خپل اهمیت یې کم کړ، موږ خو مجبور یو چې یوه لاره به پیدا کوو، انګور تولیدوو، زه به یې د هند مارکیټ ته رسوم، نو که د پاکستان د لارې نه وي نو هوايي لارې به یې رسوم، د ایران له لارې به یې رسوو، بله لاره به نه وي پاتې، قیمته به تمامېږي."

د یادونې وړ ده چې تېره اوونۍ په هندوستان کې د افغانستان په اړه د اسیا زړه کنفرانس وشو چې پر پاکستان سربېره پکې د ۳۰ هېوادونو استازیو ګډون کړی و په دغه کنفرانس کې په افغانستان کې د سولې و امنیت پر ټینګښت سربېره د افغانستان و هند ترمنځ د تجارت لپاره د هوايي دهلیز پر جوړېډو هم خبرې وشوې.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG