د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۱

د افغانستان او هند تر منځ د "۴ هوايي دهلېزونو" د جوړولو کار پیل شوی


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د هندوستان او افغانستان تر منځ د هوايي دهلېز جوړېدل د افغانستان د سوداګرۍ او صادراتو د پراختیا لپاره اغېزمن ګڼي.

دغه وزارت وايي چې دوی اماده دي چې د هند سره د هوايي دهلېز له لارې سوداګریزه راکړه ورکړه زیاته کړي او د هېواد په څلورو لویو هوايي ډګرونو کې د کارګو زونونو جوړولو لپاره کار پیل کړي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، د هند او افغانستان تر منځ د هوايي دهلېز جوړېدل به دواړو لورو ته دا زمینه برابره کړي چې د يو بل محصولاتو او تولیداتو ته لاسرسی پیدا کړي.

د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دوی د افغانستان په څلورو نړیوالو هوايي ډګرونو کابل، کندهار، هرات او مزار شریف کې د کارګو زونونو د جوړولو لپاره کار پېل کړی.

ښاغلی قوقندي د افغانستان او هند تر منځ د هوايي دهلېز جوړېدل د افغانستان د صادراتو او تولیداتو لپاره ډېر مهم او اغېزمن ګڼي.

قوقندي: یاد دهلېز د افغانستان د صادراتو او تولیداتو لپاره ډېر مهم دی.
قوقندي: یاد دهلېز د افغانستان د صادراتو او تولیداتو لپاره ډېر مهم دی.

نوموړي زیاته کړه:

"د دې ټرانزیټي لارې چې راکړه ورکړه یې د هند او افغانستان له‌خوا پیلېږي، دا د افغانستان د صادراتو لپاره او د افغانستان د سوداګریزو توکو لپاره چې هند ته لېږل کېږي د افغانستان د اقتصاد او تولید لپاره ډېر اغېزمن او ګټور دی."

ښاغلی قوقندي وايي، د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد لپاره د سوداګریزو شرکتونو سره خبرې روانې دي او کوم شرکت چې تر نورو ارزانه و هغه سره به په دې برخه کې قرارداد لاسلیک شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني د اسیا زړه شپږم کنفرانس په څنډه کې د هند له لومړي وزیر نرېندرا مودي سره د افغانستان او هند تر منځ د هوايي دهلېز د هوکړې خبره کړې.

ښاغلي غني ویلي، له دغه کاره‌يې هدف د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزې راکړې ورکړې پراختیا او د يو بل له تولیداتو څخه استفاده ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ خونې ویاند صیام‌الدین پسرلی د دا شان لارو جوړېدل د افغانستان د خصوصي سکټور لپاره ډېر ګټور ګڼي او وايي چې له دې لارې به سوداګر وتوانېږي په لنډ وخت کې خپل سوداګریز توکي هند ته انتقال کړي.

پسرلی: دا دهلېز د خصوصي سکټور لپاره ډېر ګټور تمامېږي.
پسرلی: دا دهلېز د خصوصي سکټور لپاره ډېر ګټور تمامېږي.

نوموړي زیاته کړه:

"د دغسې لارو جوړېدل د افغانستان د خلکو او خصوصي سکټور لپاره ډېر ګټور تمامېږي، موږ کولای شو چې په مستقیم ډول په لنډ وخت کې خپل توکي هندوستان ته ولېږو او له هندوستان څخه واردات هم ولرو، زموږ سبزيجات او تازه او وچه مېوه به هندوستان کې ښه مارکېټ لري."

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو کارپوه سید قیاس سعیدي وايي چې له دې سره به د افغانستان اقتصاد وده وکړي او د دواړو هېوادونو تر منځ به سیاسې اړیکې لا پياوړې شي.

نوموړي زیاته کړه:

"پرته له شکه چې د افغانستان اقتصاد به وده کوي، خلکو ته به د کار زمینه مساعده شي، د افغانستان او هندوستان دوستي به لا پسې پياوړې شي، د دوی سوداګریزه راکړه ورکړه په سیاست هم مثبت اغېز لري او زموږ نور ګاونډیان هم اړ کېږي چې زموږ سره د تاوتریخوالي پر ځای د مینې محبت، سوداګرۍ د ښې راشې درشې لار خپله کړي."

د افغان چارواکو په خبره افغانستان د هوايي ټرافیک له لارې هر کال درې دېرش میلیونه ډالر عواید ترلاسه کوي او له هند سره د هوايي دهلېز جوړېدل به د دغه عوایدو په ډېروالي کې مثبت رول ولوبوی.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG