د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۷

غني: قوي ټرانسپورټ سیمه کې د جګړې تقابل د همکاریو په زون بدلولی شي


افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د هېوادونو په کچه پیاوړی ټرانسپورټي نظام کولای شي په سیمه کې د جګړې تقابل د همکاریو په زون بدل کړي.

ولسمشر غني وايي، افغان حکومت د داسې پالیسیو ملاتړی دی چې سیمه د جګړو او مخامخ کېدو پر ځای د همکاریو په زون بدلوي.

ښاغلي غني چې د شنبې په ورځ یې د «پایداره ټرانسپورټ نړیوال کنفرانس» ته د ترکمنستان په پلازمېنه عشق اباد کې خبرې کولې وویل اړتیا ده چې د پایداره ټرانسپورټ له لارې سیمه سره یوځای شي.

نوموړي وویل چې دا کار لسګونه میلیونه خلک له بېوزلۍ ژغوري او په دې برخه کې دې د افغانستان وړتیاوو ته وکتل شي.

غني: اړتیا ده چې د پایداره ټرانسپورټ له لارې سیمه سره یوځای شي.
غني: اړتیا ده چې د پایداره ټرانسپورټ له لارې سیمه سره یوځای شي.

​ښاغلي غني زیاته کړه:

"هغه ظرفیت چې موږ یې لرو هغې ته دې یوازې د افغانستان په کچه ونه کتل شي، بلکې د سیمې په کچه دې هغه په نظر کې ونیول شي او د ټرانسپورټ په برخه کې زموږ پانګونه جګړه ییز تقابل د همکاریو پر زون بدلولای شي."

د پایداره ټرانسپورټ نړيوال درې ورځنی کنفرانس د شنبې په ورځ د ترکمنستان په پلازمېنه عشق اباد کې پیل شو چې پکې د سیمې د هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د ځينو مشرانو تر څنګ د ملګرو ملتونو سر منشي بانکي مون هم ګډون کړی دی.

افغان ولسمشر د جمعې په ماښام په دغه کنفرانس کې د ګډون او په اقینې بندر کې د ریل پټلۍ د پرانیستې په هدف ترکمنستان ته ورسېد.

د جمهور رئیس د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی غني د دې کنفرانس په څنډه کې د سیمې د ځينو هېوادونو له مشرانو سره هم ګوري.

د پاکستان صدراعظم نواز شریف هم په دې کنفرانس کې د ګډون لپاره په ترکمنستان کې دی.

ښاغلي شریف د «پایداره ترانسپورټ نړيوال کنفرانس» ته چې له جمهور رئیس غني وروسته یې خبرې کولې وویل د سیمې پرمختګ او امنیت سره تړلی او له دې پرته پایداره ګټو ته رسېدل سخت دي.

شریف: د سیمې پرمختګ او امنیت سره تړلی دی.
شریف: د سیمې پرمختګ او امنیت سره تړلی دی.

​نوموړي زیاته کړه:

"یوویشتمه پېړۍ د وصلېدو پېړۍ ده، له دې پرته د پرمختګ په دې دوره کې هېوادونه شاته پاتې کېږي، موږ پوهېږو چې د دې لپاره امنیت یو مهم عنصر دی، د سیمې د ثبات او امنیت پرته به موږ د اړیکو پر جوړولو بریالي نه و، نو ځکه باامنه ګاونډیتوب زموږ اساسي پالیسي ده."

افغانستان او هند تل په سیمه کې د ګډوډيو او ناامنیو پړه پر پاکستان اچولې او ټینګار یی کړی چې پاکستان په افغانستان کې د امنیت او ثبات په ټینګښت کې مرسته نه کوي.

ولسمشر غني په داسې حال کې په سیمه کې د ټرانسپورټي نظام پر پراختیا ټینګار کوي چې د سیمې په کچه ځیني مهمې ټرانسپورټي او اقتصادي پروژې د عملي کېدو په حال کې دي.

د لارجوردو او ورېښمو لارې د چابهار بندر پراختیا، د افغانستان او چین ترمنځ د ریل ګاډې پټلۍ، د برېښنا او ګازو د لېږدل کاسا زر، ټاپي او ځیني نورې هغه پروژې دي چې د حکومتونو په باور بشپړول یې مهم دي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG