د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

د بامیان د درېيو امنیتي چارواکو دوسيې لویې څارنوالۍ ته سپارل شوي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د بامیان ولایت د امنیتي امر، د هوايي ډګر د قوماندان او د پولیسو د لومړۍ حوزې د امر دوسیې چې ویل کېږي، د هغه ولایت د هوايي ډګر د امنیت په ټینګولو کې پاتې راغلي، لویې څارنوالۍ ته سپارلي دي.

د دغه وزارت د ویاند دفتر سرپرست نجیب دانش وايي، دغه مسؤلین د بامیان په هوايي ډګر کې د کام اير هوايي شرکت د الوتکې د کېناستو لپاره، د امنیت په نه‌خوندیتوب تورن دي.

نوموړی وايي:

"د درې کسانو دوسیې مو لویې څارنوالۍ ته ولېږلې، هیله ده چې نن ورورسېږي. کوم کار چې موږ وکړ دا دی چې اثباتیه اسناد او مدارک مو راټول او زموږ له لوري لویې څارنوالۍ ته ولېږل شول."

تېره اوونۍ د کام ایر هوايي شرکت ادعا وکړه چې د بامیان ولایت ځینو اوسېدونکو او امنیتي مسؤلینو، د ولسي جرګې د غړي عبدالرحمن شهیداني په امر، د دوی الوتکه پرې نه‎ښوده چې د بامیان په هوايي ډګر کې کېني.

د دغه شرکت په خبره دغو خلکو او مسؤلینو د هوايي ډګر پر رنوې تیږې خورې کړې وې.

د کام ایر د هوايي شرکت جنرال ډایرکتر صمد عثمان صمدي ویلي چې له همدې امله دوی بامیان ولایت ته پروازونه درولي او د ولسي جرګې د غړو عبدالرحمن شهیداني او غلام حسین ناصري نومونه‌یې په خپل تور لېست کې لیکلي دي.

د کام ایر د هوايي شرکت جنرال ډایرکتر صمد عثمان صمدي
د کام ایر د هوايي شرکت جنرال ډایرکتر صمد عثمان صمدي

​د صمدي په خبره کله چې د ولسي جرګې دغه دوه غړي له کابله بامیان ته له تګ څخه پاتې شول، خپلو پلویانو او امنیتي مسؤلینو ته‌یې سپارښتنه وکړه چې د بامیان ولایت په هوايي ډګر کې د کام ایر د الوتکې د کېناستلو مخه ونیسي.

د ولسي جرګې دغو غړو د کام ایر د هوایي شرکت ادعا رد کړې ده، خو د ولسي جرګې رئیس د دوشنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې ویلي چې د جرګې د غړو د مصؤنیت او امتیازونو کمېسیون دې، یاده پېښه وڅېړي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې تر خپلو څېړنو وروسته‌یې د امنیتي امر، د پولیسو د لومړۍ حوزې د امر او د بامیان د هوايي ډګر د قوماندان دندې ځنډولي او دوی یې نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت دا هم وايي، سربېره پر دې چې دغه مسؤلین‌یې لویې څارنوالۍ ته معرفي کړي، د بامیان د هوايي ډګر له دوو نوکریوالانو هم څېړنې پیل کړې دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي په دې اړه چې ایا د دغو درې تنو امنیتي مسؤلینو دوسیه ورسېدلې؟ له نظر ورکولو ډډه وکړه.

د بامیانو په هوايي ډګر کې د دغه خصوصي شرکت د الوتکې د کېناستو مخنیوی، د خلکو له غبرګون سره مخ شوی دی.

په هوايي چارو کې د ولسمشر سلاکار داوود سلطان‌زوی وايي، دغه عمل د ملکي هوايي چلند فعالتیونو ته زیان رسولی دی.

په هوايي چارو کې د ولسمشر سلاکار داوود سلطانزوی
په هوايي چارو کې د ولسمشر سلاکار داوود سلطانزوی

نوموړی وايي:

"افغانستان په اوسنیو شرایطو کې هڅه کوي چې ځان د نړیوال هوايي چلند له تور لېسته وباسي او دغه عمل به افغانستان یو ځل بیا په تور لېست کې وساتي او دا به ترې څرګنده شي چې په افغانستان کې ښه حکومتوالي نه‌شته، د هوايي چلند قوانین په‌کې نه‌پلي کېږي او د هوايي چلند سازمان دا توانايي نه‎لري چې پروازونه خوندي کړي."

د ده په خبره اوس د امریکا او اروپا په ګډون د افغانستان د هوايي شرکتونو الوتکې، د نړۍ په ځینو نورو هېوادونو کې هم د کېناستلو حق نه‎لري.

ښاغلی سلطان‌زوی د دغې پېښې په کره او هر اړخیزو څېړنو ټینګار کوي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG