د کام ایر هوايي شرکت له هغې ادعا وروسته چې په بامیان ولایت کې یې الوتکې ته د کیناستو اجازه نه ده ورکړل شوې د هغه ولایت سیمه ییز چارواکي د اتو امنیتي کسانو د نیول کېدو خبر ورکوي.
د بامیان والي طاهر زهیر نن چهارشنبې په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:
"بدبختانه تېره ورځ چې د کام ایر الوتکې د کېناستو پر مهال کومه ستونزه رامنځته شوې، ولایتي ادارې له قانون سره سم امنیتي غونډه راوبلل، په دغه غونډه کې یو پلاوی وټاکل شو تر څو دغه ستونزه وڅېړي، ددغه پلاوي د څېړنو په پایله کې د بامیانو هوايي ډګر د سرحدي پولیسو قوماندان او د لومړۍ امنیتي حوزې امر تر څېړنو لاندې ونیول شول،څېړنې روانې دي او ممکن د بامیانو هوايي ډګر یو شمېر نور امنیتي مؤظفینو سره هم قانوني چلند وشي."
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم وايي، په نیول شویو کسانو کې د پولیسو د لومړی حوزې امر چې د ولسي جرګې غړي عبدالرحمان شهیداني زوی دی هم نیول شوی دی.
د دغه وزارت د ویاند دفتر سرپرست نجیب دانش نن چهارشنبې د بامیانو د سیمه ییز چارواکو تر څرګندونو مخکې ازادي راډیو ته ویلي و چې په دې اړه د کورنیو چاو وزارت مؤظف شوي پلاوي خپلې څېړنې پیل کړې، ممکن پولیس له پنځه یا شپږ نورو کسانو نه هم څېړنې وکړي.
نوموړي زیاته کړه:
"د لومړنیو معلوماتو له مخې موږ د بامیان د لومړۍ امنیتي حوزې امر چې د «عبدالرحمن شهیداني زوی» دی او د بامیانو ولایت د هوايي ډګر قوماندان تر پلټنو لاندې نیولي دي، پلاوي خپلې څېړنې پیل کړې او په احتمالي توګه به پنځه یا شپږ تنه چې د دغې قضیې محرکان دي د پولیسو تر زیاتو پلټنو لاندې ونیول شي."
د کام ایر هوايي شرکت وايي، د سې شنبې په ورځ د ولسي جرګې غړی عبدالرحمن شهیداني د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته د ناوخته راتګ له امله د کابل-بامیان له پرواز څخه پاتې شوی و.
د دغه شرکت مسؤلین زیاتوي په بامیان ولایت کې امنیتي مسؤلینو چې د نوموړي پلویان و، د کام ایر هوايي شرکت الوتکې ته چې له ۳۰ زیاته سپرلۍ یې درلوده په دغه ولایت کې د ښکته کېدو اجازه ورنهکړه.
د کام ایر شرکت جنرال ډایرکټر صمد عثمان صمدي وايي، د دغه شرکت الوتکه هغه وخت بېرته کابل ته ستنه شوه چې د بامیان د هوايي ډګر په ځغاست لیکه کې تیګې اچول شوې وې.
هغه زیاتوي چې د ولسي جرګې دوه غړي عبدالرحمن شهیداني او غلام حسین ناصري د موضوع اصلي پاروونکي کسان دي چې له دې وروسته نهشي کولای د دغه شرکت په الوتکو کې کورني او بهرني سفرونه وکړي.
نوموړي زیاته کړه:
"کله چې د«عبدالرحمن شهیداني پلویان» میدان ته داخل شوي وو، امکان و چې پېښه رامنځته شوې وی، مثلاً کله چې یو کس میدان ته راغلی وی او الوتکه پرې ختلې وی نو مړ شوی به و همدارنګه د ځغاستې په کرښه کې تیګې اچول شوې وې دا د دې باعث کېده چې الوتکه لهمنځه تللې وی."
په ورته وخت کې د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي دا کار له قانون څخه سرغړونه بولي.
ښاغلي ابراهیمي د چهارشنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې وویل:
"د هغه وکیل صاحب په اړه چې په هوا کې یې د الوتکې د راګرځېدو غوښتنه کړې دا کار له انصاف څخه لیرې خبره ده پروازونه ځانګړي شرایط لري، موږ باید هغه صلاحیتونه او نفوس چې لرو یې ورنه ناوړه استفاده ونهکړو چې دا د قانون خلاف دی."
په دغې پېښه کې مهمه خبره دا ده چې د کام ایر هوايي شرکت الوتکه له بامیان څخه بېرته کابل ته له راتګ وروسته یو ځل بیا هغه مهال چې د ولسي جرګې غړی عبدالرحمن شهیداني پهکې سپور شو، بامیان ولایت ته تللې ده.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د ولسي جرګې د غړو عبدالرحمن شهیداني او غلام حسن ناصري نظرونه راواخلو، خو بریالي نهشوو.
راپور: رحمتالله افغان