د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۹

ولسي جرګه: د کابل ښار د امنیت لپاره دې یوه عملي طرحه چمتو او پلې شي


د افغانستان ولسي جرګه له امنیتي سکټور څخه غواړي چې له شرایطو سره سم د کابل ښار د امنیت د لا ټینګښت لپاره یوه عملي طرحه چمتو او پلې کړي.

د دغې جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي د دوشنبې په ورځ په عمومي غونډه کې د وکیلانو د اندېښنو تر څرګندولو وروسته وویل، امنیتي مسؤلین دې د ټول افغانستان په ځانګړي ډول د کابل ښار د امنیت لپاره عملي اقدامات وکړي.

د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي
د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي

​نوموړی وايي:

"د افغانستان د امنیت په ځانګړي توګه د کابل ښار د امنیت په اړه د امنیتي سکټور په مسؤلینو غږ کوم چې په دې اړه له شرایطو سره سم طرحه چمتو او په دې برخه کې عملي اقدامات ولري."

دا څرګندونې وروسته له هغې مطرح کېږي چې د کابل د ولایتي شورا رئیس عبدالرحمن هاشمي درې ورځې وړاندې ازادي راډیو ته ویلي و چې وسله‎وال طالبان د شپې له‎خوا د کابل په ځینو برخو کې تلاشۍ کوي او چک پایټونه لري.

بل‎خوا د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي چې په ښار کې په بېلابېلو ناحیو کې امنیت د ډاډ وړ نه‎دی او کابل ښاریان له ښه امنیت څخه برخه‌مند نه‎دي.

په ولسي جرګه کې د کابل استازي زمرک پادخوابي د دغې جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې په کابل ښار کې خلک په رڼا ورځ وژل کېږي، خو پولیس نه‎دي توانېدلي چې وژونکي یې ونیسي.

نوموړی وايي:

"هغه خلک چې په کابل کې اوسېږي له ښه امنیت څخه برخه‌مند نه‌دي، د کابل په بېلابېلو ناحیو کې امنیت خراب دی، کسان یو څوک په ناحقه وژني، بیا هم وسله‎وال راځي هغه ګواښي دا خلک چېرې ولاړ شي."

که څه هم د کابل امنیه قوماندانۍ چارواکي په کابل ښار کې ځینې امنیتي ستونزې مني، خو ټینګار کوي چې د خلکو په همکارۍ له اړوندو امنیتي ارګانونو سره د امنیت د ټینګښت او د مجرمینو د نیولو برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.

د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د کابل ګارنېزیون، ملي امنیت عمومي ریاست او د کابل د ۱۱۱مې فرقې ځواکونه په بشپړې همغږۍ د کابل ښار د امنیت په ټینګولو بوخت دي.

ښاغلی مجاهد زیاتوي:

"کابل پولیس له اړوند امنیتي ارګانونو، ملي امنیت، ګارنېزیون او د کابل ۱۱۱ فرقې سره په همکاري تل هڅې کوي، څو په کابل ښار کې امنیت ټینګ کړي، له نېکه‎مرغه د خلکو په همکارۍ امنیتي چارواکي توانېدلي چې په کابل لا امنیت ټینګ شي."

تر دې مخکې د کابل امنیه قوماندان حسن‌شاه فروغ ازادي راډیو ته ویلي و چې دښمن په هر ځای کې چې وي خپل فعالیت کوي خو امنیتي ځواکونه‌یې د دفع کولو توان لري.

د ښاغلي فروغ په خبره افغان ځواکونو په کابل کې د طالبانو د ځپلو لپاره لسګونه ګډ پوځي عملیات ترسره کړي دي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG