د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۳

هاشمي: له حکومتي چارواکو سره د ولایتي شوراګانو د څار پر ځینو مسایلو توافق شوی


د ولایتي شوراګانو غړو یوځل بیا خبرداری ورکړ؛ ترهغه به د ولایتي شوراګانو دروازې بندې وي؛ څو یو ځل بیا دوی ته د نظارت قانون حق تصویب او توشیح شوی نه وي.

که څه هم د ولایتي شوراګانو غړي وايي چې ولسمشر محمد اشرف غني ورسره ژمنه کړې چې د یو تقنیني فرمان له مخې به په ولایتي شوراګانو د نظارت حق بېرته ورکوي؛ خو دوی ټینګار کوي، تر هغې چې په دې اړه د ولسمشر فرمان صادر او توشیح شوی نه وي؛ د ولایتي شوراګانو د دفترونو دروازې به تړلي پاتې وي.

د کابل ولایتي شورا رییس عبدالرحمن هاشمي د د وشنبې په ورځ د ولایتي شوراګانو د رییسانو په غونډه کې ازادۍ راډیو ته وویل؛ له حکومتي چارواکو سره په ناستو کې تر ډېره په مسایلو توافق شوی دی:

"ولایتي شوراګانو د نظارت د میکانیزم په طرحه کې مو یو څه بدلون راوستی؛ دغه طرحه به ولسمشر ته ځي او داسې فرمان به ورکوي چې د ولایتي شوراګانو د نظارت حق بیرته خوندي او دوروستیو نوروپړاونو لپاره ملي شوراته لېږلي کېږي."

د ولایتي شوراګانو نه پر سمه ییزو ادارو د نظارت حق په دې ورستیو کې د ولسي جرګې له خوا د رایو په اکثریت سره واخیستل شو چې دغه کار د ولایتي شوراګانو له توندو غبرګونونو او عکس العملونو سره مخ شو.

د افغانستان د سمه ییزو ارګانونو خپلواکې اداره وايي؛ د ولایتي شوراګانو د نظارت حق په طرحه کې په ځینو برخو کې لکه د خدمتونو پر وړاندې کولو؛ د انکشافي بودجې پلان او مصرف او د ولایتي بیارغونې پروژو کې د نظارت حق په نظر کې نیول شوی.

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي شورا یوشمېر غړي وايي چې په اساسي قانون کې ولایتي شوراګانو ته د نظارت د حق صلاحیت ورکړل شوی.

د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون رییس میرداد نجرابي وايي؛ د ولایتي شوراګانو د نظارت حق د اساسي قانون د ۱۳۹ مادې سره په ټکر کې نه بلکې له همدې مادې سره په مطابقت کې دی:

"یواځې د خپلې انتخاباتي حوزې او د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون په استازیتوب؛ زه په دې باور یم چې دا د اساسي قانون په خلاف نه وه؛ ولايتي شوراګانو ته باید د نظارت حق ورکړل شي؛ زه یې هم ملاتړ کوم او هیله من یم چې ولسي جرګه د پخوا په څیر ولایتي شوراګانو ته د نظارت د قانون حق تصویب کړي."

د افغانستان د اساسي قانون په ۱۳۹مه ماده کې راغلي؛ ولايتي شورا د دولت د پرمختايي هدفونو په تامین او د ولایت د چارو په ښه کولو کې لکه څنګه په قوانینو کې څرګنده شوې؛ برخه اخلي او په ولایت پورې د مربوطو چارو په باب مشورې ورکوي؛ ولایتي شورا خپلې وظیفې د محلي ادارې په مرسته ترسره کوي.

په ورته وخت کې یوشمېر افغان کارپوهان هم وايي؛ د ولایتي شوراګانو غړیو ته د نظارت حق ورکول به په سیمه ییزو ادارو کې د فساد په مخنیوي او دقراردادونو په شفافیت کې ګټور تمام شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG