د افغانستان ولسي جرګې د چهارشنبې په ورځ د ماليې او سوداګرۍ او صنایعو وزیران او د ملکي هوايي چلند او د ځمکې د چارو دا ادارې رئیسان استجواب کړي وو څو د هغې ۱۴۳ جریبه ځمکې په اړه معلومات ورکړي چې د ولسمشر په حکم د الکوزي شرکت ته ورکړل شوې ده.
د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، ۱۴۳ جریبه دولتي ځمکه چې د ولسمشر اشرف غني په حکم، الکوزي شرکت ته د اساسي قانون د ۶۶ مادې خلاف او له داوطلبۍ پرته ورکړل شوې د قانوني پړاوونو تر بشپړېدو پورې دې، د یادې ځمکې ورکړه، وځنډول شي.
د جرګې رئيس عبدالرؤف ابراهیمي پر موضوع د جرګې د غړو له بحثونو او انتقادونو وروسته وویل:
موږ وایو دغه تړون، د قانون د ۶۶ مادې خلاف دی، موږ به یو پلاوی ولېږو، تر هغې چې پلاوی خپل راپور راوړي، په دې برخه کې هېڅ عملي کار نهکېږي."
د ولسي جرګې د معلوماتو له مخې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه ۱۴۳ جریبه دولتي ځمکه، په ډېره ارزانه بیه د الکوزي خصوصي شرکت ته ورکړل شوې ده.
د ولسي جرګې غړو وویل، دغه ځمکه نهیوازې دا چې د داوطلبۍ د پروسې له تېرولو پرته، الکوزي شرکت ته ورکړل شوې بلکې یاده ځمکه د افغانستان د ملکي هوايي چلند د ادارې ملکیت، د کابل ښار په عمده سیمه کې پرته او که داوطلبۍ ته وړاندې شي یو جریبیې د خصوصي سکټور لهخوا په لکونو ډالرو پېرودل کېږي.
د افغانستان د ماليې وزیر اکلیل حکیمي وویل، دا تړون مشروط دی، په دې معنی چې که الکوزي شرکت له تړون سره سم فعالیت ونهکړ، تړون لهمنځه ځي.
نوموړي زیاته کړه:
"دا تړون چې په ۱۸ مادو کې دی، پهکې راغلي چې تړون د خصوصي پانګو د ودې لپاره کېږي، په درېیمه فقره کې یې راغلي پلورونکی حق لري چې که مشتري د تړون واجبات پوره نهکړل، تړونیې بېاعتباره کېږي."
د مالیې وزیر وویل الکوزي شرکت رسمي هوکړه کړې چې په دې سیمه کې به د ۳۵۰ میلیونه ډالرو په پانګونې سره، شپږ تولیدي فابریکې جوړې او ډېری خلکو ته به د کار زمینې برابرې کړي.
د مالیې وزارت چارواکو دا هم وویل، پخوا تر دې هم یو شمېر تولیدي فابریکو ته دولتي ځمکې ورکړل شوي چې اسناد یې د ایسا یا د افغانستان د پانګې اچونې د ملاتړې ادارې او کابینې لهخوا بشپړ شوي دي.
سره له دې چې د ولسي جرګې ځينو غړو د حکومت لهخوا، د خصوصي سکټور پر ملاتړ او دغه سکټور ته د کاري اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار وکړ خو د جرګې ډېری غړو له الکوزي شرکت سره شوی تړون، غیر قانوني وباله او پر لا څېړلو یې ټنیګار وکړ.
راپور: خان محمد سیند