د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۴۲

کارپوهان: مسکو افغان امنیت کې رول لوبولی شي خو په نورو سیالیو بوخت دی


د نظامي او سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، روسیه د سیمې په تېره بیا د افغانستان په امنیت کې ځانګړی رول لوبولی شي خو مسکو دا وخت په نورو سیالیو بوخت دی.

په داسې حال کې چې روسیه د اتم کلني امنیتي کنفرانس کوربه‎توب کوي افغان کارپوهان په‎کې د افغان استازو حضور له نتیجې ډک نه‌بولي.

که څه هم په دغه کنفرانس کې د ۲۵ هېوادونو چارواکي د سیمې په کچه امنیتي ګواښونو ته د ګډې مبارزې پر موندلو خبرې کوي خو د افغان پوځ پخوانی لوی درستیز وايي چې دی یې نتیجو ته خوشبینه نه‎دی.

شیر محمد کریمي د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، که روسیه رښتیا هم غواړي د سیمې په تېره د افغانستان امنیت ته کار وکړي د وسلو او مهماتو ورکولو په اړه دې د افغان حکومت غوښتنې ومني.

کریمي: د مسکو د کنفرانس نتیجو ته څه خوشبینې نه‎لرم.
کریمي: د مسکو د کنفرانس نتیجو ته څه خوشبینې نه‎لرم.

نوموړی وايي:

"په لنډه موده کې زه د دې کنفرانس نتیجو ته څه خوشبیني نه‎لرم ځکه دا خبرې باید ډېرې دوامداره تعقیب شي او فکر نه‎کوم چې روسیه او یا دا نور هېوادونه به دومره په اسانه دې ته غاړه کېږدي چې د افغانستان د سولې لپاره د زړه له کومې کار وکړي."

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د خپل روسي سیال په بلنه په دغه کنفرانس کې د ګډون لپاره روسیې ته رسېدلای چې د داعش او نورو ترورېستي ډلو پر ضد د ګډې مبارزې غوښتنه لري.

له دې سره د ملي امنیت شورا دفتر وايي چې ښاغلی اتمر به د کنفرانس تر څنګ د سیمې د هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو سره بېلابېلې کتنې هم ولري.

  • خو پوښتنه دا ده چې د عمومي اجنډا تر څنګ ایا افغان پلاوی د وسلو او د سولې پروسې څخه د ملاتړ برخه کې له روسیې څخه ځانګړې غوښتنې هم لري؟

د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند قادرشاه د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، افغان استازی به له روسیې سره په ځينو ګډو او دوه اړخیزه موضوعاتو هم خبرې وکړي.

د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند قادرشاه
د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند قادرشاه

دی وايي:

"له روسیې سره په دوه اړخیزو امنیتي همکاریو، د ترورېزم په تېره بیا د داعش خلاف په اغېزناکې پالېسۍ باندې خبرې او بحث کېږي خو مهمه دا ده چې موږ ګډو اقداماتو ته ورسېږو او هیله مو دا ده چې دې برخه کې به نور پرمختګونه هم ولرو."

ښاغلی قادرشاه وايي، له دې سره به افغانستان له روسيې وغواړي چې د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې او افغان ځواکونو څخه ملاتړ وکړي.

خو دا په داسې حال کې ده چې د تېر یو نیم کال راهیسې د ځينو دولتي چارواکو له‎خوا پر روسیې د افغان طالبانو سره د مرستې تورونه لګېږي کوم څه چې خپله مسکو یې سولې پروسې ته د دوی د رابللو په خاطر ګڼي.

د سیاسي چارو کارپوه ودیر صافی وايي، په داسې حال کې چې روسیه د نړیوال ترورېزم پر وړاندې تر ډېره بې‌تفاوته پاتې شوې په کار ده چې اوس ورته د سیمې په کچه تخنیکې لارې چارې ولټوي.

د سیاسي چارو کارپوه ودیر صافی
د سیاسي چارو کارپوه ودیر صافی

ښاغلي صافي زیاته کړه:

"زه فکر نه‌کوم چې ان دې کنفرانس کې د افغانستان حضور هم ډېر مهم وي خو بیا هم څرنګه چې دولت نه‌غواړي له مسکو نه لیرې واوسي نو برخه اخلي ځکه د دوی اړیکې که ډېرې د ضد نه‌وي ښه دا ده چې لږ تر لږه په ظاهره‌یې ښې وښيي."

د راپورونو له مخې روسیه افغانستان کې د داعش ډلې له حضوره اندېښنه لري او په روان کال کې یې د افغانستان د امنیت په اړه دوه بېلې غونډې رابللې دي.

د افغان پوځ پخوانی لوی درستیز شیر محمد کریمي په دې باور دی چې دغو اندېښنو ته تر ټولو ښه لار دا ده چې مسکو افغانستان ته له خپل نظره وګوري او د خپلو ګټو پر ځای د سیمې ګټې وسنجوي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG