خبرونه
د ملي امنيت سلاکار پر ټروريزم د خبرو لپاره روسيې ته لاړ
د افغانستان د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر د ټروريزم په وړاندې پر مبارزه او نورو مسايلو د بحث لپاره روسيې ته روان شو.
دى د خپل روسي سيال په بلنه نن مسکو ته روان شو او هلته به په اتم کلني امنيتي کنفرانس کې ګډون وکړ.
د ملي امنيت د شورا وياند قادر شاه ازادۍ راډيو ته دا معلومات ورکړل.
په دغه کلني امنيتي کنفرانس کې چې ٢ ورځې به دوام کوي، د ٢٥ هېوادونو عالي رتبه امنيتي مسوولين برخه لري.
په کنفرانس کې به په افغانستان کې د داعش ډلې د فعاليت پر مخنيوي هم خبرې وشي.
د افغانستان د ملي امنيت سلاکار به د چين، ايران، ازبکستان، قزاقستان او تاجکستان د ملي امنيت له سلاکارانو سره هم پر امنيتي همکاريو خبرې وکړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هند او ازبکستان ته سفر کوي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به د شنبې په ورځ هند او ازبکستان ته خپل پنځه ورځنی سفر پیل کړي.
د رویترز د راپورله مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ وویل چې روبیو به په هند کې له چارواکو سره د سیمه ییزو او نړیوالو تحولاتو او د انرژۍ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.
دا سفر داسې مهال ترسره کېږي چې د امریکا او هند اړیکې د یو شمېر اختلافونو له امله ترینګلې شوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریز تړون د وروستي کولو هڅې هم له خنډ سره مخامخ شوې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې روبیو به د ازبکستان په سمرقند ښار کې د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو، ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان، قرغزستان او قزاقستان له چارواکو سره هم وګوری. له روبیو سره په دې سفر کې به د له دوه سوه زیاتو امریکایي سوداګرو یو پلاوی هم ملګری وي.
د بشري حقونو څار سازمان له فرانسې غوښتي چې د افغانانو د ایستلو پلانونه وځنډوي
د بشري حقونو څار سازمان یا هیومان رایټس واچ له فرانسې غوښتي چې افغانستان ته د افغان کډوالو د جبري ستنولو پلانونه وځنډوي او خبرداری یې ورکړی چې افغانستان ته ستنېدونکي کسان ښايي له ځورونې، شکنجې او د بشري حقونو له نورو جدي سرغړونو سره مخامخ شي.
دغه غوښتنه وروسته له هغه شوې چې فرانسې تایید کړه، د طالبانو له چارواکو سره یې د هغو افغانانو د ایستلو په اړه تخنیکي خبرې پیل کړې چې په فرانسه کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري او ملي امنیت ته ګواښ بلل کېږي.
د بشري حقونو څار سازمان د سې شنبې په یوه بیان کې وویل چې، دا خبرې د فرانسې په پالیسۍ کې یو خطرناک بدلون دی او ښايي د دغه هېواد له نړیوالو بشري مکلفیتونو سره په ټکر کې وي.
دغه سازمان ویلي، داسې شواهد شته چې د طالبانو ځواکونو افغانستان ته په جبري ډول ستانه شوي کسان نیولي او شکنجه کړي دي.
د بشري حقونو څار سازمان همداراز ویلي چې جرمني له تېر کال راهیسې ۲۶۳ افغانان بېرته افغانستان ته استولي دي.
دغه سازمان ټینګار کړی چې تر هغو چې طالبان په پراخه کچه د بشري حقونو سرغړونو ته دوام ورکوي، هېڅ هېواد باید افغان کډوال په زور افغانستان ته ستانه نه کړي.
د کابل- جلال اباد لویه لاره بیرته د ټرافیکو پرمخ پرانستل شوه
د کابل- جلال اباد لویه لاره بیرته د ټرافیکو پرمخ پرانستل شوه.
د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت ویلي چې دغه لار چې د پرله پسې ورښتونو، سیلابونو او د غره ښوییدنې له امله په څوبرخو کې د ټرافیکو پرمخ تړل شوې وه، د دې وزارت د عملیاتي پرسونل په هڅو تیره شپه ۸ بجې بیرته د ټرافیکو پرمخ پرانستل شوه. دې وزارت له ټولو هیوادوالو او موټرچلونکو غوښتي چې پردې لار د تګ راتګ پرمهال له احتیاط څخه کاراخلي او د اړوندو مسولینولارښوونې په پام کې ونیسي.
روسیې د اوکراین پر پلازمینه نوي بریدونه کړي دي
اوکرایني چارواکي وایي پرپلازمینه کییف د روسیې د تیرې شپې په هوایي بریدونو کې لږترلږه درې کسان وژل شوي او له شلو زیات نور ټپیان شوي دي.
د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو نن چهارشنبې د تلې په ۲۲ وویل چې روسي ځواکونو په بالستیک توغندیو په دغه ښار کې د برېښنا څو تاسیسات په نښه کړي و.
د اوکراین د انرژۍ شرکت ډي ټي ای کې د معلوماتو له مخې، روسي ځواکونو د شپې په برید کې د کییف د برېښنا یوه مهمه دستګاه په نښه کړې چې له امله یې د دغه ښار لږترلږه په پنځو ناحیو کې برېښنا په بېړني ډول پرې شوې ده.
دا بریدونه وروسته له هغه شوي چې اوکراین روسیه د هغه اوربند په ماتولو تورنه کړه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د انرژۍ پر تاسیساتو د بریدونو د بندولو په اړه اعلان کړی و.
افغانستان کې د طبیعي پېښو له امله ۶۷۹ کسان مړه شوي
افغانستان کې د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي اداره وايي، د روان میلادي کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د طبیعي پېښو له امله ۶۷۹ کسان مړه شوي او تر ۱۶۳۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
دې ادارې د سېشنبې په ورځ «د اکټوبر پر ۱۳مه» د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو د نړیوالې ورځې په مناسبت اعلان وکړ چې د دغو پېښو له امله نږدې ۴۵ زره کورنۍ زیانمنې شوې دي.
د یادې ادارې په وینا، د طبیعي پېښو له امله تر ۱۶ زرو ډېر کورونه په بشپړ یا جزوي ډول ویجاړ شوي دي.
د نړیوال بانک د راپور له مخې بېوزلي، د چاپېریال تخریب او د بنسټیزو تأسیساتو او د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي کمزورتیا په افغانستان کې د خلکو زیانګالنه زیاتوي.
په راپور کې همداراز ویل شوي چې اقلیمي بدلونونه په دغه هېواد کې د وچکالۍ او سېلابونو خطر زیاتولی شي.
افغانستان کې د پولیو د پېښو زیاتوالی؛ ننګرهار کې یوه نوې پېښه ثبت شوه
د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ د یوې نوې پېښې د ثبت خبر ورکوي.
د دغه سازمان د راپور له مخې چې د سېشنبې په ورځ «د اکټوبر پر ۱۳مه» خپور شوی، د پولیو نوې پېښه د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.
د دې پېښې په ثبتېدو سره، د ۲۰۲۶ میلادي کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۳۶ ته رسېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، په ۲۰۲۵ میلادي کال کې په افغانستان کې د پولیو ۲۱ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.
پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ یوه ویروسي ناروغي ده چې د دایمي فلج لامل کېدای شي.
د دې ناروغۍ لپاره ځانګړې درملنه نهشته، خو د واکسین له لارې یې مخه نیول کېدای شي.
افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم پهکې د پولیو ویروس پېښې ثبتېږي او دغه ناروغي په بشپړ ډول پهکې لهمنځه نهده وړل شوې.
تور سمندرګي کې د پېښو له زیاتوالي وروسته ناټو خپل دفاعي تدابیر ارزوي
په تور سمندرګي کې د بلغاریا ساحل ته نږدې پر یوې بېړۍ باندې د بېپیلوټه الوتکې تر لګېدلو وروسته د ناټو سازمان ویلي چې هلته خپل دفاعي تدابیر زیاتوي.
بېړۍ ډوبه شوې او ۱۱ کسه سپرلۍ لادرکه شوې دي.
د ناټو عمومي منشي مارک روته د سېشنبې په ورځ «د تلې پر ۲۱مه» اعلان وکړ چې دغه سازمان به په تور سمندرګي کې پر سوداګریزو بېړیو د بېپیلوټه الوتکو د وروستیو بریدونو په غبرګون کې خپل دفاعي تدابیر د اړتیا له مخې تنظیموي.
هغه وویل چې له دغو بریدونو وروستهیې د بلغاریا صدراعظم رومن رادف سره خبرې کړې دي.
دا په یوه اوونۍ کې د بلغاریا ساحل ته نږدې دا ډول دوهمه پېښه ده.
د بلغاریا چارواکو د سېشنبې په ورځ د روسیې سفیر هم احضار کړ.
اوکراین او اروپايي ټولنې هم دغه بریدونه غندلي، خو روسیې تر اوسه په دې اړه غبرګون نهدی ښودلی.
د افغانستان او بنګلهدېش د ټېسټ کرکټ لوبه مساوي پای ته ورسېده
د افغانستان او بنګلهدېش د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ د ټېسټ لوبه له پنځو ورځو سیالۍ وروسته په مساوي ډول پای ته ورسېده.
دا لوبه د متحده عربي اماراتو په ابوظبي ښار کې ترسره شوه او د سېشنبې په ورځ «د اکټوبر پر ۱۳مه» پرته له دې چې کومه لوبډله بریالۍ شي، پای ته ورسېده.
د لوبې په پنځمه او وروستۍ ورځ د افغانستان لوبغاړو تر وروستي اوور پورې لوبې ته دوام ورکړ او د بنګلهدېش لوبډلې ونهشو کولای د افغانستان ټول لوبغاړي له میدانه بهر کړي.
په پایله کې لوبه مساوي شوه.
تر دې وروسته به د افغانستان، زېمبابوې او بنګلهدېش د کرکټ ملي لوبډلې د اکټوبر له ۱۷مې تر ۲۳مې پورې د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو (او ډي ای) په لړۍ کې له یو بل سره مخامخ شي.
طالبانو پر FM څپو د بي بي سي راډيويي خپرونې ځنډولي
بي بي سي نن تایید کړه چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې پر ایف اېم څپه د دوی راډيويي خپرونې ځنډولې دي.
د بي بي سي د مطبوعاتو څانګې په بیان کې راغلي چې «افغان چارواکو په ټول افغانستان کې پر ایف اېم باندې د بي بي سي راډیو خپرونې ځنډولې دي خو په لنډو او متوسطو څپو، سټلایټ او خواله رسنیو به خپرونې روانې وي.»
بي بي سي ویلي چې له چارواکو سره په دې اړه په تماس کې دي.
د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خیبب غفران ادعا کړې چې د :«بي بي سي فعالیتونه د یو لړ مکرر تخطیو له امله د اوس لپاره د هېواد په کچه ځنډیدلې دي.»
د طالبانو حکومت د ازادي راډیو، امریکا غږ او نورو نړیوالو رسنیو ایف اېم څپې هم بندې کړي او په پاڼو باندې یې وخت په وخت محدودیتونه لګولي.
له طبیعي پېښو زیانګالی افغانستان؛ د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو نړیواله ورځ
نن د اکتوبر ۱۳مه، د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو نړیواله ورځ ده.
افغانستان د طبیعي پېښو له امله له ډېرو زیانګالو هېوادونو دی او د مرګژوبلو یو لوی عامل هم د خطرونو په اړه د عامه پوهاوي کمښت بلل کېږي.
ملګري ملتونه وايي چې د ۲۰۲۶ کال له پیل څخه د اګست تر لومړیو پورې، په افغانستان کې تر ۹۲ زرو ډېر کسان د طبیعي پېښو له امله اغېزمن شوي دي.
وروستۍ لویه پېښه په تېر جولای میاشت کې د نورستان د سیلابونو وه چې پکې ۲۴ کسان مړه او شاوخوا ۸۰ نور ټپيان شول.