د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۲۷

عبدالله: له بې‌عدالتۍ کړېدونکو سوداګرو، پانګه‎والو او خلکو غږ اورو


افغان چارواکي د خصوصي سکټور، ښې حکومتوالۍ او دوامدارې پرمختیا برخه کې د ګڼو ستونزو یادونه کوي وايي چې حکومت‌یې د هواري لپاره هڅې کوي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، په داسې حال کې چې عدالت د هر نظام بنسټ جوړوي خو په افغانستان کې لا هم بې‌عدالتي روانه ده.

ښاغلي عبدالله د یکشنبې په ورځ کابل کې د افغانستان د دوامدراه پراختیا غونډې ته چې د لویې څارنوالۍ له‎خوا په کابل کې جوړه شوې وویل، حکومت ژمن دی چې د سوداګرو، پانګه‎والو او هغو خلکو غږ واوري چې له بې‌عدالتۍ کړېږي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

نوموړی وايي:

"د نظام د بقا بنسټ عدالت دی، خو عدالت په شعار سره نه‎کېږي، هغه د نیت، بشپړ باور او ټينګ عزم په ترڅ کې رامنځته کېږي، اوس هم بې‌عدالتي شته، په ځانګړي ډول د خصوصي سکټور برخه کې، ټول افغانان دا په خپلو سترګو ویني."

د افغانستان عدلي او قضايي ارګانونه وايي چې د پانګونې برخه کې د امنیت تر څنګ قانوني او حقوقي ستونزو د دوامدارې پراختیا پر وړاندې خڼدونه جوړ کړي خو د نویو مقرراتو په عملي کېدلو سره هڅه کېږي شفافیت رامنځته شي.

لویې څارنوالۍ د دغه هدف ترلاسه کولو لپاره د یکشنبې په ورځ د سکټوري وزارتونو، خصوصي پانګه‎والو او متخصصینو غونډه رابللې وه تر څو د دوی پر ستونزو ورسره خبرې وکړي.

افغانستان له دې وړاندې له ځينو اصلاحاتو سره توانېدلی چې د بروکسل په کنفرانس کې د نړیوالې ټولنې ملاتړ خپل کړي، خو د چارواکو او سوداګرو په باور دا اصلاحات لا هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د افغانستان لوی څارنوال فرید حمیدي دغې غونډې ته وویل، افغان حکومت په قوانینو او طرحو کې هم د اصلاحاتو په لټه کې دی کوم چې دا مهال خورا پېچلي دي.

د افغانستان لوی څارنوال فرید حمیدي
د افغانستان لوی څارنوال فرید حمیدي

ښاغلي حمیدي زیاته کړه:

"دا کنفرانس د دې لپاره جوړ شوی چې د وړاندیزونو او حل لارو په شریکولو سره وکولای شو چې د هغو ستونزو سره چې مخ یو هغه حل کړای شو. د ملي وحدت حکومت په ټولو برخو کې خپل ځان مسؤل ګڼي چې هر اړخیز اصلاحات رامنځته کړي."

په ورته وخت کې د جمهور رئیس دوهم مرستیال سرور دانش وايي چې بد امنیتي وضعیت، اداري فساد، او تاوتریخوالي د عدالت، ښې حکومتوالۍ او د دوامداره پرمختیا پر وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.

خو دی وايي چې تدارکاتو، کورنیو تولیداتو، صادراتو او ګڼو نورو پرمختیايي کارونو ته کار شوی او د حکومت پالېسي دا ده چې افغانستان ته پانګونه جلب کړي.

خو د حکومتي چارواکو د دغو ژمنو سره-سره افغان سوداګر وايي چې دا ژمنې له دې وړاندې هم شوي خو په حقیقت کې څه نه‎دي بدل شوي.

د افغانستان د بوټ جوړونکو ټولنې مشر محمد اصف جامي ازادي راډيو ته وویل:

"تل کنفرانسونه دي او هر وخت ژمنې ورکول کېږي خو په افغانستان کې داسې شرایط حاکم دي چې موږ یوازې هیله‌مند کولای شي او هغه باور چې خلک او حکومت‌یې باید ولري له بده مرغه تر اوسه پورې نه‎دی رامنځته شوی."

خو د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، که د ادارو په رأس کې ریښتیني او پاک کسان وګمارل شي لازم اصلاحات به هم رامنځته شي.

دی وايي چې له دې وروسته د عدالت د ټینګښت لپاره یوازې شعار کافي نه‎دی او د عملي اقداماتو په اړه به هم خلک قضاوت وکړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG