د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۲۹

وسله‌والو په کوهاټ او کراچۍ کې ۶ پولیس وژلي


نامعلومو وسله‎والو یو ځل بیا د خېبر پښتونخوا په کوهاټ او د سند ایالت په مرکز کراچۍ کې پر پولیسو بریدونه کړي چې په نتیجه کې یې ۶ پولیس وژل شوي دي.

لومړۍ پېښه د یکشنبې په شپه ناوخته د خېبر پښتونخوا لیرې پرتې سیمې کوهاټ په لاچۍ کې شوې چې د پولیس چارواکو په وینا نامعلومو وسله‎والو د پولیسو پر یوه کاروان برید کړی چې په ترڅ کې یې د لاچۍ د پولیسو یو ځايي مشر یا «SHO» په ګډون لږ تر لږه ۴ پولیس وژل شوي.

د لاچۍ د پولیسو یوه جګپوړي چارواکي ډي اېس پي رضا خان رسنیو ته ویلي چې د پولیسو دغه کاروان په کمال‌خېل سیمه کې تر عملیاتو وروسته پرانډس لویې لارې راروان و چې په کمین کې ناستو نامعلومو وسله‎والو پرې ناتاره ډزې وکړې او زیاتوي چې د پولیسو په ځوابي ډزو کې وسله‎وال د پېښې له ځایه وتښتېدل.

لاچي د خېبر پښتونخوا له مرکز پېښور نه نېږدې ۵۶ کېلو متره شمال ته پرته د کوهاټ ضلعې هغه سیمه ده چې د کوهاټ غرونه‌یې له نیمه قبایلي سیمې درې ادم‌خېل سره نښلوي چېرته چې تر پوځي عملیاتو مخکې وسله‎وال طالبان فعال وو.

د رضا خان په خبره چې په لاچي کې یې پر پولیسو تر برید وروسته په سیمه کې تلاشي عملیات هم کړي، خو تر دې دمه‌یې د پېښې په تړاو د چا د نیولو خبر نه‌دی ورکړی.

بل‌خوا نامعلومو وسله‎والو تېره شپه د سند ایالت په مرکز کراچۍ کې هم د پولیسو پر یوه موټر برید کړی او لږ تر لږه ۲ پولیس‌یې وژلي او ۱یې ټپي کړی دی.

د کراچۍ د پولیسو د یوه مشر مشتاق مهر په وینا، نامعلومو وسله‎والو هغه د کراچۍ ښار د دهوراجي په بهادر سیمه کې د پولیسو موټر برید وکړ چې پولیس په سیمه کې د ګزمې په حال کې وو.

ښاغلي مهر په دې اړه د پېښې په ځای کې له رسنیو سره په خبرو کې وویل:

"په لومړنیو تحقیقاتو کې دا معلومه شوې چې دغه برید څلور کسانو کړی چې په دوو موټر سایکلونو ناست وو او د پولیسو پر موبایل تر ډزو وروسته د پېښې له ځایه تښتېدلي دي. "

پولیس چارواکو دغه پېښه په کراچۍ کې د وسله‎والو له‎خوا د روانو هدفي وژنو لړۍ بللې او وايي چې د پېښې تحقیقات‌یې پیل او د بریدګرو د نیولو هڅې یې روانې کړې دي.

د سند صوبې اعلی وزیر مراد علي‌شاه او والي په کراچۍ کې پر پولیسو برید غندلی او اړوندو ادارو ته‌یې د بېړنیو تحقیقاتو امر ورکړی دی.

د یادونې وړ ده چې تر دې دمه لا په کوهاټ او کراچۍ کې پر پولیسو د برید مسؤلیت کومې وسله‌والې ډلې پر غاړه نه‌دی اخیستی.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG