د غزني ولایت امنیتي مسؤلین وايي، د دغه ولایت په مرکز او څلورو ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو بریدونه په شا تمبول شوي.
د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند فهیم امرخېل نن ازادي راډيو ته وويل چې، تېره شپه وسله والو طالبانو د غزني ښار، ده يک، اب بند، واغظ او زنخان ولسواليو پر پوستو بريدونه کړي دي.
ښاغلي امرخېل وویل چې په دغو بريدونو کې تر اوسه ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي او پولیسو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړي زیاته کړه:
"زه د غزني ټولو خلکو ته ډاډ ورکوم چې هېڅ کله به موږ په خپله سیمه کې دښمن ته اجازه ورنه کړو چې فعالیت وکړي، تاسي وګورئ تېره شپه موږ دوی څومره وځپل او پلانونه مو يې له منځه یو وړل."
بلخوا وسله والو طالبانو ویلي چې دوی تېره شپه تر پراخو بریدونو وروسته د غزني واغظ ولسوالۍ په بشپړه توګه له افغان امنیتي ځواکونو څخه نیولې او لاهم په مرکز او نورو ولسوالیو کې بریدونه روان دي خو د غزني ولایت امنیتي چارواکي بریدونه مني او د ولسوالۍ سقوط نه تائیدوي.
امرخېل په دې اړه وویل:
"د غزني و اغظ ولسوالۍ هېڅ سقوط نه دی کړی دا صرف د دوښمن تبلیغات دي، موږ داپه کلکه ردوو."
په ورته وخت کې د غزني د ولایتي شورا یو غړی امان الله کامراني هم دامني چې د غزني واغظ ولسوالۍ د وسله والولبانو لاسته نه ده لوېدلې خو وايي، که د وسله والو طالبانو دغه بریدونه نورهم دوام وکړي شاید د دغه ولایت یو شمېر ولسوالۍ سقوط وکړي.
نوموړي له مرکزي حکومت څخه غوښته وکړه چې د دغه ولایت امنیتي وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي او د پولیسو تشکیلات ور زیات کړي.
نوموړي زیاته کړه:
"په غزني ولایت کې ورځ تربلې امنیتي وضعیت خرابېږي،د دغه ولایت چارواکي لاس تر زنې ورته ناست دي او هېڅ عملیات هم نه کوي، مرکزي حکومت د دغه ولایت سره د مور او میرې چلند کوي."
که څه هم د دغه ولایت امنیتي چارواکي وايي چې د تېرې شپې په بریدونو کې یو پولیس وژل شوی او شپږ نور ټپيان دي، خو ښاغلی کامراني وايي چې د تېري شپې په دغه بریدونو کې د واغظ والسوالۍ امنیه قوماندان هم ټپي شوی دی.
راپور: شریف الله شرافت.