د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۶

اصف صدیقي: پاکستان د خپلو ناسمو سیاستونو له کبله منزوي شوی


د افغانستان د مشرانو جرګې د اداري پلاوي ځینې غړي وايي پاکستان د خپلو نا سمو سیاستونو له کبله منزوي شوی دی.

یاد پلاوی وايي، که څه هم افغانانو هېڅ کله د چا د منزوي کولو هڅه نه ده کړې، خو پاکستان د خپلو ناسمو سیاستونو له امله ورځ تر بلې په نړۍ کې څنډې ته کېږي.

د دغه جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

"موږ هېڅ کله نه غواړو چې په پاکستان کې نا امني پیدا شي او یاهم دغه هېواد منزوي شي، خو اوس ورته نړیواله ټولنه متوجه شوې ده او دې مسئلې په خپله د پاکستان منزوي کولو ته زمینه برابره کړې ده."

ولسمشر محمد اشرف غني د جمعې د ورځې په ماښام د لوی کندهار له مشرانو سره په کتنه کې ویلي چې پاکستان په انزوا کې دی، خو منزوي پاکستان د افغانستان په ګټه نه دی او افغان حکومت باید بالاخره له پاکستان سره د دولت په توګه سولې ته ورسېږي.

ولسمشر دغه شان ویلي چې افغان حکومت په تېرو دوو نیمو کلونو کې د سیمې اونړۍ له هېوادونو سره ښې او دوستانه اړیکې رامنځته کړي، خو پاکستان باید وهڅول شي څو د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي.

ولسمشر غني داسې مهال دا څرګندوني کوي چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې تر بل هر وخت ترینګلې شوي دي.

څه موده وړاندې په کابل کې د پاکستان سفارت د مطبوعاتو د برخې مشر اختر منیر له ازادي راډیو سره په خبرو ویلي و هرکله چې پاکستان له افغانستان سره د اړیکو د ښه کولو هڅې وکړي یو مسئله راولاړه شي.

دا چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترینګلې اړیکې او منزوي پاکستان څومره د افغانستان په ګټه دی دا پوښتنه مو د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د استاد نصرالله ستانکزي نه وکړه، نوموړي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

استاد نصرالله ستانکزی.
استاد نصرالله ستانکزی.

"په انزوا کې یې ساتل دا خطر لري چې پاکستان د توطئیو مملکت دی که منزوي شي او نړیوال قواعد هم پرې تاثیر ونه کړي دا مسئله د دې معنی لري چې پاکستان به نه یوازې د افغانستان پر وړاندې بلکې په سیمه کې پر ناوړه اقداماتو لاس پورې کړي."

خو د نړیوال چارو کارپوه سید انتظار خادم بیا د سیاسي رقیب څنډې ته کېدل یوه لاسته راوړنه او پر ځای اقدام بولي، نوموړی وايي چې د پاکستان په منزوي کولو کې د افغان حکومت له اغیز او رول څخه انکار نه شي کېدای:

سید انتظار خادم.
سید انتظار خادم.

"ولسمشر باید په دې وویاړي چې پاکستان منزوي شوی دی ځکه تر اوسه پورې هم افغان حکومت چې کوم امتیاز اخیسته هغه همدا و چې د دوی د لابي ګرۍ د دوی د ستراتیژیک عمق په لحاظ باندې پاکستان منزوي شو، د دښمن او یاهم سیاسي رقیب منزوي کېدل په خپل ذات کې د یوه هېواد او یا شخص لپاره د امتیاز او ګټې خبره ده، د پاکستان منزوي کېدل زموږ په ګټه ده خو نه پوهېږم چې ولسمشر په کوم اساس دغه خبره کړې ده."

ښاغلی خادم وايي، که څه هم پاکستان تراوسه له افغانستان سره په کړو ژمنو کې رښتنې عمل نه دی کړی خو منزوي کېدل به یې دې ته اړ کړي چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د خپلو ګټو لپاره صادقانه او جدي اقدامات وکړي چې دغه مسئله د افغانستان په ګټه هم تمامېدای شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG