د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۲

ولسمشر ټرمپ د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض ته ورسېد


د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ له هغې را وروسته چې ولسمشر شوی په خپل لومړني سفر کې د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض ته ورسېد.

ټرمپ چې مېرمن یې میلانیا ټرمپ هم ورسره ده په د پاچا خالد پر نړیوال هوايي ډګر ورته د سعودي عربستان پاچا سلمان هرکلی ووایه.

نن به د ورځې په بهیر کې ډونالد ټرمپ په سعودي عربستان کې له چارواکو سره لیدنې کتنې ولري.

وروسته به نوموړی د سعودي له سلطنتي کورنۍ سره په مربع ماڼۍ کې ماښامنۍ کې ګډون وکړي.

د یکشنبې په ورځ به ولسمشر ټرمپ د سیمې د هېوادونو د مشرانو په یوه غونډه کې برخه واخلي او وینا به وکړي.

ویل کېږې چې دده دا وینا به تر ډېره د ترهګرۍ پر ضد پر مبارزه متمرکزه وي.

ولسمشر ټرمپ د جمعې په ورځ د سفر تر پیل مخکې په یوه وېډیويي وینا کې په سعودي کې د اسلامي هېوادونو له مشرانو سره دا لیدنه مهمه وبلله:

ولسمشر ټرمپ.
ولسمشر ټرمپ.

"زما لومړی تم کېدنه به سعودي عربستان کې وي چې د نړۍ د اسلامي هېوادونو زړه بلل کېږي، زه به دغلته تر پنځوسو د زیاتو اسلامي هېوادونو د مشرانو تاریخي غونډې ته وینا وکړم، زه د امریکا د خلکو نظر په روښانه او ډانګ پیېلې توګه بیان کړم، د دې مشرانو څخه ډېرو یې د ترهګرۍ، سخت دریځې د خپرېدو او په کې د ایران د ونډې په اړه په زیاتېدونکې توګه اندېښنې ښودلي دي، اوس داسې ښکاري چې د اسلامي نړۍ مشران چمتو دي چې په خپله سیمه کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې نور مسولیت او پراخ رول پر غاړه واخلي، دا دې وخت چې موږ دا کار وکړو او په ګډه یې وکړو خو باید چې ترسره شي."

د سعودي عربستان چارواکو ریاض ته د ولسمشر ټرمپ دا سفر تاریخي بللی دی او ویلي یې دي په دې سفر کې به سیاسي او اقتصادي موافقې وشي او مرسته به وکړي چې د اسلامي سخت دریځو پر ضد جګړه پیاوړي شي.

د سعودي عربستان او امریکا متحده ایالتو ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې د پخواني ولسمشر بارک اوبا د ولسمشرۍ پرمهال وروسته له هغې ترینګلې شوې چې امریکا د سعودي له سیمه ییز رقیب ایران سره د تهران د اټمي پروګرام په اړه یوه نړیواله موافقه ومنله.

له سعودي عربستان وروسته ټاکل شوې چې ولسمشر ټرمپ اسرائیلو، ایټالیا، واتیکان او بروکسل ته ولاړ شي.

د سیپنې ماڼۍ چارواکو هیله ښودلې چې دا سفر به له ولسمشر ټرمپ سره مرسته وکړي چې د امریکا له نېږدې متحدانو سره په ځانګړې توګه په منځني ختیځ کې د امریکا اړیکې نېږدې کړي.

XS
SM
MD
LG