د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۶

ترورېزم سره مبارزې په اړه سبا سعودي کې کنفرانس جوړېږي


تمه ده افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن سعودي عربستان ته ولاړ شي.

سعودي عربستان به سبا یکشنبې له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د یوې سرمشریزې کوربه وي.

تمه ده افغان ولسمشر هم په دې غونډه کې برخه واخلي.

په سعودي عربستان کې د افغانستان سفیر او د ولسمشر ځانګړي استازي سیدجلال کریم دا غونډه له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې ډېره مهمه وبلله.

هغه له ازادي راډیو سره په خبرو کې تائید کړه چې ولسمشر غني په دې غونډه کې برخه اخلي او وینا به هم وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"په دغه کنفرانس کې ۵۴ اسلامي هېوادونه برخه اخلي، درې څلوېښت جمهور رئیسان، لس صدراعظمان او یو د بهرنیو چارو وزیر په کچه، دا له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي هېوادونو لپاره خورا مهم کنفرانس دی، افغان ولسمشر محمد اشرف غني به هم په دغه کنفرانس کې وینا وکړي."

د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ په کابل کې د سعودي عربستان شارژدافیر له افغان ولسمشر سره په لیدنه کې هغه ته په یاد کنفرانس کې د ګډون په خاطر د سعودي د پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز بلنلیک وسپاره.

په سعودي کې افغان سفیر ښاغلي جلال کریم زیاته کړه چې افغان ولسمشر به د اسلامي هېوادونو له نورو مشرانو سره یوځای په ریاض ښار کې له ترورېزم سره د مبارزې د مرکز د بنسټ ډبره هم کښېږدي.

تمه ده د امریکا متحده ایالتونو جمهور رئیس ډونالد ټرمپ هم په دغه کنفرانس کې ګډون وکړي.

په سعودي کې افغان سفیر ښاغلي کریم د دې پوښتنې په ځواب کې چې افغان ولسمشر به د متحده ایالتونو له جمهور رئیس ډونالد ټرمپ سره وګوري که څنګه داسې وویل:

"تر اوسه پورې نه ده روښانه چې د افغانستان جمهور رئیس له ولسمشر ټرمپ سره ګوري که څنګه، خو دا په اجنډا کې شامله ده چې ولسمشر به د کنفرانس په څنډه کې د نړۍ له ګڼو مشرانو سره خبرې وکړي."

افغان ولسمشر سعودي عربستان ته تر سفر مخکې په ارګ ماڼۍ کې له یو شمېر بهرنیو ډپلوماټانو او د ځینو هېوادونو له سفیرانو سره په ناسته کې ویلي چې افغانستان اوس له داسې ترورېزم سره مخ دی چې له پخوا ډېر توپیر لري.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني زیاته کړې چې له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې ګډو نړیوالو هڅو او همکاریو ته اړتیا ده.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG