د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۳

د خیبر پښتونخوا شبقدر کې بمي بریدونو ۱۴کسان ټپیان کړي


د خیبر پښتونخوا په شبقدر کې چارواکي وايي چې ددغه سیمې په بېلابېلو برخو کې نامعلومولو وسله والو پر یوه ښوونځي او د ملکي کسانو پر کورونو پرله پسې۵بمي بریدونه کړي چې د ښځو او ماشومانو په ګډون پکې ۱۴ تنه ټپیان شوي دي.

د چارواکو په خبره،د شنبې په ورځ سهار د شبقدر په ظریف کور کلي کې یوه شخصي ښوونځي ته څېرمه بمي چاودنه وشوه چې د ښوونځي د چوکیدار او یوه زده کوونکي په ګډون یې ۲ کسان ټپیان کړل.

د رسنیو د راپورونو له مخې، تر دغې چاودنې وروسته د شبقدر په موصل ا و میرو کور سیمه کې هم پر درېوکورونو بمي بریدونه وشول چې د ښځو او ماشومانو په ګډون پکې ۱۲ کسان ټپییان شول.

د پېښې ټپیان د پېښې سیمې ته نېږدې او همداشان د پېښور بېلابېلو روغتونونو ته وړل شوي چې د ډېرو روغتیايي حالت د ډاډ وړ بلل کېږي.

په شبقدر کې یوه باخبرې ځایي سرچینې د نوم او غږ نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې امنیتي ځواکونو تر پېښې وروسته سیمه محاصره کړه او تلاشي عملیات یې هم وکړل، خو لا تر دې دمه یې پر ښوونځي او کورونو د بمي بریدونو په تړاو د چا د نیولو خبر نه دی ورکړی.

شبقدر د خیبر پښتونخوا په شمال لوېدیځ کې پرته سیمه ده چې ده له چارسدې او د مومند ایجنسۍ له قبایلي سیمې سره نښتې پولې لري.

په دغه سیمه کې تر دې مخکې هم پر امنیتي ځواکونو،ښوونځیو او دولتي ودانیو بریدونه شوي چې ګڼ شمېر کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه.

د تېر ۲۰۱۶میلادي کال په مارچ کې د شبقدر په سیمه محکمې کې ځانمرګی برید شوی و چې ۱۵ کسان یې وژلي او تر ۲۵ زیات پکې ټپیان شوي و.

په شبقدر کې پر ښوونځي او د ملکي وګړیو پر کورونو بمي بریدونه په داسې وخت کې کېږي چې امنیتي ځواکونو په دې وروستیو کې په قبایلي سیمو کې او همداشان د پاکستان په ښاري سیمو کې د وسله والو ترهګرو د ځپلو لپاره پراخ عملیات پیل کړي چې لا هم دوام لري.

د یادنې وړ ده چې د شبقدر پر ښوونځي د تازه برید مسؤلیت لا تر دې دمه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی، خو تر دې مخکې ددې ډول بریدونو مسؤلیت عموماً تحریک طالبان پاکستان پر غاړه اخیسته.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG